افغانستان کې د وژل شوي امریکايي سرتېري د مور غوښتنه

@DOCTORBECKY

افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره د روسیې له خوا د پیسو د ور کړې ادعاوو ته هغې امریکايۍ مور هم غبرګون ښودلی چې سرتېری زوی یې افغان-امریکا جګړه کې وژل شوی دی.

بکي وټسټون خپل ټوېټر کې لیکي: "زوی مې د امریکا سرتېری و او که پوه شم چې روسیې یې د وژلو لپاره پیسې ټاکلې وې او امریکا دا خبره جدي ونه ګڼله، پرېکند ګام یې پورته نه کړ، نو د دوزخ اور به هم د یوې رټل شوې مور د غوسې په څېر سخت نه وي".

مېرمن وټسټون په بل ټوېټ کې وايي: "موږ حقیقت غواړو او که دا خبره ریښتیا وي، په تړاو یې سخت ګام پورته کړئ، د امریکا لپاره دا کار وکړئ، په تېره د قرباني سرتېرو د کورنیو او خپلوانو لپاره".

د نوموړې غبرګون له هغه وروسته دی چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره اونۍ په یوه رپوټ کې وویل، د روسیې د پوځ د ګرو په نوم ادارې له طالبانو سره ژمنه کړې وه چې افغانستان کې د هر امریکايي پوځي د وژلو بدل کې به پیسې ور کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د داسې یوه افغان نوم هم اخیستی چې د دې ورځپاڼې د رپوټ له مخې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو بدل کې د پیسو ور کولو معامله کې ښکېل و.

پیسې چا رسولې؟

د دې ورځپاڼې په خبره، د دې کس ګاونډیان او خپلوان وايي، دا سړی د نشه يي توکو قاچاقي و، خو ناڅاپه ډېر شتمن شو او لوکس ګاډو کې به سپرېده، ساتونکي یې لرل او یوه بنګله کې یې ژوند کاوه.

د دې رپوټ له مخې دغه کس طالبانو ته د روسیې هغه پیسې رسولې چې د امریکايي سرتېرو د وژلو بدل کې یې ورته منلې وې.

نیویارک ټایمز دا هم وایي، چې کله امنیتي ادارې پر نوموړي شکمنې شوې، نو دا کس ورک شو او ښايي روسیې ته تښتېدلی وي.

ورځپاڼه زیاتوي، د دې سړي کور کې نږدې پنځه لکه ډالر پیدا شول.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

د امریکا دفاع وزارت وایي، پر ۲۰۱۹ زېږیز کال افغانستان کې ۲۲ امریکايي پوځیان وژل شوي او د نیویارک ټایمز سرچینې دعوه کوي چې لږ تر لږه یو امریکايي سرتېري د روسیې او طالبانو د پټ تړون نتیجه کې وژل شوی دی.

روسیې او وسلوالو طالبانو د نیویارک ټایمز دا رپوټ رد کړی دی.

پخپله ولسمشر ټرمپ وايي، په دې مالوماتو خبر نه دی او نیویارک ټایمز یې هم د نوموړي د بدنامولو لپاره پر جعلي داستان جوړولو تورن کړی دی.

روسیې طالبانو ته د وسلو ور کړه رد کړه

په دا مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو هیڅکله هم وسلوالو طالبانو ته وسله نه ده ور کړې.

د دې وزارت ویانده ماریا زاخارووا د پنجشنبې په ورځ خبرغونډې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چارشنبې ورځې دا ادعا رد کړه؛ چې ویل یې "روسانو تېرو لسو کلونو کې داسې وسلې پلورلې چې د امریکايي ځواکونو ژوند یې خطر کې اچولي او موږ د دوی له دې کار سره مخالف یو. زه هر ځل له دوی سره خبرې کوم چې دا کار باید نور ونه کړي".

خو مېرمن ماریا وویل، روسیې یواځې د افغانستان قانوني حکومت ته وسلې ور کړې دي.