د ولسمشر غني ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر 'له کورونا وېروس' ومړ

غضنفر

د اقتصاد او تجارت د ودې او د بې وزلۍ د کمولو په چارو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر مړ شوی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې رئیس فضل محمود فضلي بي بي سي ته د ښاغلي غضنفر مړینه تائید کړې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د ښاغلي غضنفر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړې.

په دې تړاو د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلی غضنفر د کورونا وېروس له کبله مړ شوی دی. د پژواک خبري اژانس ویلي چې نوموړي په ترکیه کې ساه ورکړې.

ښاغلی غضنفر په تېرو ولسمشریز ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ټیم مهم غړی و. نوموړی په ټاکنو کې د ښاغلي غني له بریا وروسته د ولسمشر ځانګړی استازی ونومول شو.

محمد یوسف غضنفر تېر ځل د جون میاشتې پر ۱۵مه نېټه په کابل کې د ارګ په یوه غونډه کې ګډون کړی و. په هغه غونډه کې ګڼ شمېر نور لوړ پوړي چارواکي شته وو، خو ولسمشر غني پکې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و.

هېره دې نه وي‌ چې څه موده وړاندې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ منلې وه چې یو شمېر کارکوونکي یې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي او قرنطین دي.

ارګ هغه مهال دا اعلان هم کړی و چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د لومړۍ مېرمنې رولا غني معاینې هم شوې دي او پایلې یې منفي راختلې وې.

له تېرې څه مودې راهیسې ولسمشر غني پخپله د ارګ په ټولو غونډو کې حضوري ګډون نه کوي،‌ او د ویډیو کنفرانس له لارې د ځینو ناستو مشري کوي.