ضیا مسعود: عطا نور د حکومت په لمسون په جمعیت ګوند کې ګډوډي رامنځته کوي

ضیا
د عکس تشریح،

احمد ضیا مسعود د جمعیت له هغو چارواکو دی چې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاړي مخالفت کوي.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود د دې ګوند پر اجرائیه مشر عطا محمد نور تور لګولی دی چې غواړي د جمعیت اسلامي مشري ترلاسه کړي. ښاغلي ضیا مسعود بي بي سي ته ویلي، عطا محمد نور د افغان حکومت په لمسون په جمعیت ګوند کې خپلمنځي اختلاف او ګډوډي رامنځته کول غواړي.

د نوموړي په وینا، د یاد ګوند چارواکي هڅه کوي چې دې ګوند د مرکزي کنګرې غونډه را وبولي، خو په هېواد کې د امنیتي وضعیت له کبله ښایي دا کار وځنډېږي.

نوموړی همدا راز وایي، په هغه حکومتي پلاوي کې چې له طالبانو سره د خبرو لپاره نومول شوی، د جمعیت اسلامي هېڅ استازی نشته.

احمد ضیا مسعود د جمعیت له هغو چارواکو دی چې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاړي مخالفت کوي. خو عطا محمد نور بیا د دې تړون ملاتړ کړی.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړو په یوه بې ساري ګام کې د دغه ګوند مشر صلاح الدین رباني له دندې ګوښه کړ. د جمعیت ګوند اجراییه رییس عطاء محمد نور بي بي سي ته د دغه ګام موخه د ګوند د وېش مخنیوی، ناسم مدیریت او د دغه ګوند د کنګرې نه ترسره کېدل یادوي.

خو احمد ضیا مسعود نن شنبه له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل، دا شل کسان چې د عطا محمد نور په مشرۍ کې راټول شوي وو، د دې واک نه لري چې د جمعیت ګوند مشر له دندې ګوښه کړي.

د عطا محمد نور دریځ څه دی؟

له دې وړاندې عطاء محمد نور بي بي سي ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، صلاح الدین رباني د دوو میاشتو لپاره لنډمهالی سرپرست ټاکل شوی و، خو په وینا یې خپله سرپرستي یې ۹ کاله وغځوله :

"کله چې موږ ښاغلی رباني د دوو میاشتو لپاره د ګوند سرپرست وټاکه، بیا یې یوځل هم د کنګرې د جوړولو لپاره، چې په هغه کې ټول مهم غړي راټول شوي وي او د جمعیت ګوند او د ګوند د مشرتابه شورا مشروعیت ترلاسه کړي، ده په دې اړه هېڅ ګام وانخیست او هې‍څ نیت یې ونه ښود."

ښاغلی نور د جمعیت ګوند د مشر په توګه د صلاح الدین رباني ۹ کاله سرپرستي له زغم او حوصلې وتلې بولي او ټينګار کوي چې نور هغه د جمعیت ګوند د مشر په توګه رسمیت نه لري.

ښاغلي عطاء وویل، د جمعیت ګوند صلاح الدین رباني په خپل انحصار کې اخیستی وو چې په وینا یې د جمعیت لپاره یې هېڅ خدمت نه دی کړی.

د عطا نور او صلاح الدین رباني اختلاف:

د عکس تشریح،

له څه مودې راهیسې، جمعیت اسلامي ګوند کې د لوړې کچې اختلافاتو له امله صلاح الدین رباني او عطاء محمد نور د یو بل پر ضد شوي وو

ښاغلی نور په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې لومړی د محمد حنیف اتمر پلوی و او له نوماندۍ د ښاغلي اتمر له تېرېدو وروسته یې ټاکنیزه ډله له منځه لاړه، خو وروسته عطاء محمد نور د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ او ښکاره یې کړه چې د ښاغلي غني ملاتړی او د عبدالله عبدالله او صلاح الدین رباني چې په یوه ټاکنیزه ډله کې وو، مخالف دی :

"په وار وار مو ټینګار وکړ چې زموږ پرېکړه باید په ګډه وي او جمعیت باید له دې وضعیته راووځي، خو له بده مرغه ښاغلي رباني غوږ ورته کښېنښود، موږ ویل چې د هېواد پرېکړو کې باید جمعیت لومړۍ خبره ولري، په نظام او واک کې باید موجود یو، د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې را نه ولو، د سولې بهیر چې یو ملي دی او زموږ د ولسونو اصلي اړتیا ده، په دغه کې باید داخل شو، خو له بده مرغه هغه دا ټول ونه منل."

صلاح الدین رباني د جمعیت ګوند د بنسټګر او لومړي مشر برهان الدین رباني زوی دی چې د خپل پلار له مړینې وروسته یې د دغه ګوند مشري په غاړه واخیستله. هغه وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وو چې ډېر کله یې له ارګ سره د مخالفتونو ریپوټونه هم ورکول کېدل.

په تېره پنجشنبه، د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني پر خپله فېسبوکپاڼه د جمعیت ګوند مشرتابه پلاوي یو شمېر غړي چې د چارشنبې ورځې غونډه کې یې ګډون کړی و، د 'ګوند له نوم او نښانه په "ناوړه ګټه اخیستو" تورن کړي وو او د هغوی ګوندي غړیتوب یې ځنډولی دی.

ښاغلی رباني وايي، د عطامحمد نور، محمد یونس قانوني، کلیم الله نقیبي، عبدالحفیظ منصور، عبدالشکور واقف حکیمي، سید عنایت الله شاداب او عبدالستار مراد غړیتوب یې ځنډولی دی.

د عکس تشریح،

د بن له کنفرانس وروسته په رسمي ډول برهان الدین رباني د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ لنډمهالي حکومت ته واک انتقال کړ.

د جمعیت ګوند اجراییه رییس عطاء محمد نور ویلي، د دغه ګوند نوی لنډمهالی مشر به استاد عنایت الله شاداب وي چې د دغه ګوند د رهبري شورا غړی هم دی.

ښاغلی رباني او ګوند یې د ۱۳۷۰ لسیزې په لومړیو کې کابل ته د مجاهدینو له ننوتو وروسته تر هغه مهاله چې په ۱۳۷۵ کې کابل د طالبانو کنټرول ته ورغی، په کابل کې د یوه جهادي حکومت مشري کوله، چې بیا یې له بن کنفرانسه وروسته په رسمي ډول د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ موقت حکومت ته واک انتقال کړ.