بلخ کې د ښځو مشاعره

د افغانستان په شمال کې سیمه يیز چارواکي وايي، په وروستیو کلونو کې د دې ولایت په جګړه ځپلو سیمو کې د مېرمنو ترمنځ ادبي بهیرونه زیات شوي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ اداره وايي له یوه پلوه دغو بهیرونو د دري او پښتو ژبو تر منځ د ګډ کار فضا رامنځته کړې او بل لور ته یې د لرې پرتو ولسوالیو د ځوانانو په روزلو کې د پام وړ ښوونیز او روزنیز کارونه هم ترسره کړي. اوس مهال په بلخ کې د دري او پښتو ژبو ۱۵ ادبي او فرهنګي ټولنې فعالیت لري، چې ډېری غړيتوب یې مېرمنې جوړوي.