تهران کې د طالبانو بيرغ لېږدوونکي نيول شوي

.
د عکس تشریح،

د انځورونو اخیستونکی د دې کسانو شمېر د ۷۰-۹۰ کسان بولي

د ایران د پلازمېنې تهران د عمومي امنیت د پولیسو مشر د دغه ښار په یوه پارک کې د طالبانو بیرغ سره د ځینې کسانو غونډېدلو ته په غبرګون کې ویلي، د دې مسلې پلټل "د امنیتی پولیسو د کار ځانګړې برخه ده".

افغانستان کې د اوربند او اختر پیلېدو په لومړۍ ورځ د تهران ملت پارک کې د داسې کسانو د غونډې څو انځورونه په خواله رسنیو کې خپاره شول چې د طالبانو بیرغ هم ور سره لري.

د ایسنا د رپوټ له مخې د تهران د عمومي امنیت د پولیسو مشر علي ذولقدري د شنبې په ورځ وویل:

"له تېرې ورځې راهیسې د هغو انځورونو خپرېدو سره چې پکې څو کسانو د یوې ترهګرې ډلې بیرغ په لاس کې نیولی دا مسله د امنیتي پولیسو د کار ځانګړې برخه شوې ده. د دې ګام عاملان هم پېژندل شوي دي. "

ښاغلی ذولقدري وايي: "د هغو تصویرونو عاملان او اخیستونکي نیول شوي چې د یوې ترهګرې ډلې بیرغ یې نندارې ته وړاندې کړی دی. "

د نوموړي په خبره، د پولیسو چټک عمل سره د دې انځورونو اصلي اخیستونکي او بیا خپروونکي د قضايي چارواکو سره په همغږۍ وپېژندل او ونیول شول.

که څه هم نوموړی نیول شوي له "ترهګرې ډلې" سره تړلي بولي، خو دا هم نه وايي، چې له دې کسانو سره به څه ډول چلن وشي.

ایران طالبان "ترهګره ډله" بولي

د تهران د عمومي امنیت د پولیسو مشر طالبان "ترهګره ډله" بولي، خو ایراني چارواکو دوحه کې له طالب استازو سره لیدلي او هم د طالبانو پلاوي د تېر کال د سپټمبر پر ۱۶ تهران ته رسمي سفر درلود.

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د رپوټ له مخې، هغه مهال دغه پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په ګډون له مختلفو لوړپوړو ایراني چارواکو سره ولیدل.

د ایران سپاه پاسداران ته نږدې تسنیم خبري اژانس د ۱۳۹۴ کال غبرګولي کې- دوحه کې د سولې خبرو تر پیلېدو څلور کاله مخکې- تهران ته د طالبانو د قطر د سیاسي فتر د پلاوي د تګ خبره کړې وه.

د تسنیم د رپوټ له مخې د طالبانو د هغه وخت د سیاسي کمېسون مشر طیب اغا د هغه پلاوي مشري کوله.

ویل کېږي دې پلاوي کې قاري دین محمد حنیف او شېرمحمد عباس ستانکزی او ښايي عبدالسلام حنفي هم ګډون درلود.

ایراني رسنیو کې د غونډې رپوټ

د عکس تشریح،

د قطر دفر دفتر غړی عبدالسلام حنفي تهران ته د دې ډلې د پلاوي مشري کوله.

د انصاف نیوز یو خبريال د جمعې په ورځ وویل، ماښام نږدې اته بجې ملت پارک کې د غونډې ځای ته تللی او انځورونو کې د ورته جامو له دوو افغانانو سره یې د خبرو هڅه کړې ده.

یو چوپ شوی او بل "وېرېدلي" ویلی: "موږ غونډه کې ګډون نه دی کړی، له سهار راهیسې داسې خبره کېده چې ښايي غونډه وشي، خو کار ته لاړو او غونډه کې مو ګډون ونه کړ. "

د ملت پارک یوه ساتونکي د دې غونډې په هکله انصاف نیوز ته ویلي: "له ماسپښین وروسته دوی پارک کې سره ټول شوي وو، خو پولیسو څو کسان ونیول."

یوه افغان د دې غونډې د انځور له لیدو وروسته انصاف نیوز ته ویلي: "دوی بد کار نه دی کړی، څنګه چې تاسو د خپل هېواد له بیرغ سره مختلفو ځایونو کې انځور اخلئ، دوی هم داسې انځور اخیستی دی. "

پېښه څنګه خبري شوه؟

د عکس تشریح،

طالب پلاوی پر ۱۳۹۴ کال تهران کې.

د خواله رسنیو یو افغان کارن اولنی کس و چې دا انځورونه یې خپاره کړل.

هغه انصاف نیوز ته ویلي: "زه له خپلې کورنۍ سره نږدې درې نیمې بجې پارک ته لاړم. اول یې زما سره خبرې ونه کړې، کله چې په پښتو وغږېدم نو باوري شول او ویې ویل د طالبانو ملاتړې غونډه ده. "

د نوموړي په خبره، غونډه کې تر ۷۰-۹۰ کسان وو، خو ډلې ډلې ناست وو، ځکه عکس کې پوره نه مالومېږي.

د ایران حکومت د خواله رسنیو فعالیت سخت کنټرولوي او د حکومتي تبلیغاتو سره ټکر کې موضوعاتو خپرولو سره تاوجن چلن کوي.

خواله رسنیو کې دې انځورونو ته ایران او افغان کارنو ډېر غبرګون ښودلی دی.

ځینو د ایران حکومت د طالبانو په ملاتړ تورن کړی، خو ایران طالبانو ته د وسلې د ورکولو په ګډون له دې ډلې سره هر ډول ملاتړ ردوي.