د مشورتي لويې جرګې پر درېيمه ورځ د ولسمشر غني خبرې

د مشورتي لويې جرګې پر درېيمه ورځ د ولسمشر غني خبرې

په کابل کې د سولې مشورتي لويې جرګې د ۴۰۰ طالب بنديانو د خلاصولو پرېکړه وکړه او ولسمشر محمد اشرف ومنله چې دا بندیان دې خوشي شي.

نوموړي وویل، هغه حکم به لاسليک کړي چې په ټول ژوند يې له مشورتي لويې جرګې پرته نشوی امضا کولی او پر وسله والو طالبانو يې غږ وکړي چې اوربند وکړي او په وينا يې افغان دولت طالبان د دې ټولنې د واقعيت په توګه مني.