ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ

۴۰۰ طالبان

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح،

ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب زندانیانو د فرمان د لاسلیک پرمهال

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ ماڼۍ کې د هغه د دواړو مرستیالانو، د افغان دولت د مرکچي پلاوي د مشر او قاضي القضات په حضور کې د ۴۰۰ طالب زندانیان د خوشې کولو فرمان نن ناوخته لاسلیک کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د دې ترڅنګ د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د زنداني منسوبینو د خوشې کولو او په مجازاتو کې یې د تخفیف ځانګړی فرمان هم د ولسمشر له خوا لاسلیک شو.

په کابل کې مشورتي لویې جرګې په خپل پرېکړه لیک کې چې پرون ( یکشنبه اګست ۹ ) خپور شو د هغو ۴۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول تایید کړل چې افغان حکومت وایي په لویو جرمونو کې ښکیل دي او ولسمشر یې د قانون له مخې د خوشې کولو صلاحیت نه لري.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لویې جرګې د پرېکړې له مخې ولسمشر غني د طالبانو له خوا د ورکړل شوي ۵۰۰۰ کسیز لست له مخې د پاټې ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.

مشورتي لویې جرګې وړاندیز کړی وو چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه منسوبین چې له وطن سره د خیانت له جرم پرته په نورو جرمونو کې ښکیل بلل شوي او زندانيان دي د هغو د حبس پاتې موده دې وبښل شي او سربیره پر دې هغه کسان چې له طالبانو سره د اړيکو د په جرم محکوم شوي د بښنې په فرمان کې شامل شي.

د افغان امنیتي او دفاعي منسوبینو د خوشې کولو د فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي:

"د نظامي منسوبینو د حبس پاتې موده چې تر پنځو کلونو رسیږي، د جزايي اجراءاتو او د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د احکامو په نظر کې نیولو سره او پرته له دې چې د بند پاتې موده په پام کې ونیول شي، عفوه او له بنده دې خوشې شي".

په فرمان کې راغلي چې د دې منسوبینو نغدي جزا هم دوی ته بښل کیږي. د فرمان دویمه ماده کې ویل شوي چې د دې فرمان د حکمونو تطبیق د حق العبدي دعواګانو مانع نه شي کېدای.

له طالبانو سره مخامخ خبرې

ویل کیږي چې د دې طالب زندانیانو له خوشې کولو وروسته به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل چې ټاکل شوې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې په راتلونکو درې یا څلورو ورځو کې په دوحه کې پیل شي.

له دې وړاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رپوټ ورکړی وو چې دا خبرې به د روانې اګست میاشت پر ۱۶ نېټه پیلیږي خو د ارګ له دې تازه مالوماتو چې بي بي سي سره یې شریک کړي دي داسې څرګندیږي چې ښايي دا خبرې ژر پیل شي.

د مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک له اعلان وروسته چې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو تایید یې وکړ، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل که د دوی بندیان خوشې کړل شي نو دوی به په یوه اونۍ کې مخامخ خبرې پيل کړي.

ولسمشر غني پرون یکشنبه د لویې جرګې پر دریمه او وروستۍ ورځ جرګه والو ته وویل چې د دوی سپارښتنه مني او همدا نن به د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړي.

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح،

ولسمشر غني د لویې جرګې د سپارښتنو هر کلی او د عملي کولو ژمنه یې وکړه

"زه به نن هغه حکم امضا کړم چې ما په ژوند کې نشو لاسلیکولی، ځکه زما تر صلاحیت لوړ و، اوس به یې ستاسو په اجماع امضا او دوی به خوشې کړم"

ښاغلي غني وویل د اوربند په برخه کې د لویې جرګې سپارښتنه مني خو له طالبانو یې وغوښتل چې له افغانستان شموله اوربنده دې وېره ونه لري.

خو د طالبانو ویاند سهیل شاهین د اوربند په اړه د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانانو ترمنخ خبرو کې به پر اوربند خبرې کیږي او دوی وار له مخه د ده په وینا تاوتریخوالی کم کړی دی.

سولې خبرې چېرته ترسره کیږي؟

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح،

په افغانستان کې د څو هېوادونو سفیرانو د لویې جرګې بهیر په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ویډیو کانفرانس له لارې څاره

د ارګ سرچینې وايي چې د خبرو پیل به په دوحه کې وي، د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم بي بي سي ته وویل چې خبرې له دوحې پیلیږي خو نور پړاوونه به دده په وینا د دواړو لوریو د توافق له مخې په ټاکل شوي هېواد کې وي.

څو اونۍ وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر ویلي وو، د افغانانو خپلمنځي خبرو د کوربتوب لپاره ۱۲ هېوادونو وړاندیز کړی دی.

"د خوشالۍ ځای دی چې ۱۲ هېوادونو خپل چمتووالی ښودلی چې د افغانانو خپلمنځي خبرو کوربتوب وکړي، لس هېوادونه د سیمې او دوه د اروپا دي. "

د نوموړي په خبره، ترکیه، ایران، قطر، اندونیزیا، جاپان، ناروې او جرمني د هغو هېوادونو له ډلې دي چې دا وړاندیزونه یې کړي دي.