د خپلواکۍ کلیزې لمانځلو په ورځ پر کابل ښار راکټي برید وشو

ارګ

د عکس سرچینه، Reuters

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینو بي بي سي ته ویلي، پر کابل ښار د ۱۴ توغندیو له ډلې یو له ارګ سره لګېدلی، چې له امله یې د تشریفاتو قطعې شپږ کسان ټپي شوي دي. خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا خبر ردوي او وايي، پر ارګ کوم توغندی نه دی لګېدلی او یوازې ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا توغندیز برید په داسې مهال دی چې د سې شنبې په ورځ( د اګسټ۱۸ ) د افغانستان د خپلواکۍ بیا اخیستلو ۱۰۱ کلیزه لمانځل کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي: "شاوخوا ۹:۳۰ دقیقې اتمه او اولسمه حوزه کې له دوو ګړنیدو موټرو ۱۴راکټونه توغول شوي دي."

د نوموړي په خبره، دا راکټونه د اولې، دویمې، لسمې، شپاړسمې او نهمې حوزې په لور توغول شوي او پر استوګنیزو سیمو غورځېدلي دي.

ښاغلی ارین زیاتوي، دې پېښه کې د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون لس ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

نوموړی دا هم وايي، چې د پېښې په تړاو دوه شکمن کسان اولسمه حوزه کې نیول شوي دي.

تراوسه کومې ډلې د دې راکټونو د توغولو مسوولیت نه دی منلی.

د خپلواکۍ د کلیزې د مراسو پر مهال برید

دا توغندي په داسې مهال پر کابل ښار ولګېدل چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان دفاع وزارت انګړ کې د ازادۍ څلۍ باندې د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

د افغانستان ملي تلوېزون دا مراسم ژوندي خپرول، خو د توغندیو غږ اورېدو سره ژوندۍ خپرونه بنده شو.

لا هم مالومه نه ده چې دا مراسم هملته پای ته ورسېدل او که د امنیتي ګواښ له امله وځنډول شول، ځکه ملي تلوېزون ویلي و چې دې مراسمو کې د ولسمشر غني دې مراسمو ته وینا کوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، دا مراسم ارګ کې پر افغان چارواکو سربېره د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو او استازو په شتون کې پای ته رسېدلي دي.

د عکس سرچینه، Social media

د کابل ښار لومړیو مکروریانو یوې اوسېدونکې د بي بي سي خبریالې نجما ځلا ته ویلي د دوی د بلاک مخ ته دوه راکټونه غورځېدلي چې له امله یې د ګاډو او کورونو شیشې ماتې شوې دي.

یوه بل کس خواله رسنیو کې لیکلي چې مکروریانو کې توغندي پر ګاډي غورځېدلي دي.

له دې مخکې او د تېر مارچ پر نهمه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو پرمهال ارګ ته نږدې کې هم د راکټونو غږ واورېدل شو.

د دې توغندیو اوازونو سره د لومړې مراسمو له غونډې بهرني مېلمانه ووتل.

د ځايي رسنیو په خبره، هغه راکټونه په موټر کې ځای پر ځای شوي وو او له تهیه مسکن سیمې نه د ارګ پر لور توغول شوي وو.