ملي امنیت: د داعش خراسان ډلې "قاضي القضات" مو وژلی

داعش افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د افغانستان ملي امنیت اداره وايي، د داعش ډلې خراسان څانګې قاضي القضات عبدالله اورکزی یې وژلی دی. ملي امنیت ادارې په یوه وینا پاڼه کې ویلي، عبدالله اورکزی یې د (د پېچلو او هدفي) عملیاتو لړ کې وژلی، خو دا نه دي ویل شوي چې نوموړی کله او چېرې وژل شوی دی.

په خبر پاڼه کې دغه راز ادعا شوې چې عبدالله اورکزی د ننګرهار په اچین او نازیانو کې د داعش ډلې فعالیتونو کې ښکېل او او هلته یې داعش وسله والو ته د نجونو په زور ور نکاح کولو او دغه راز د ملکی کسانو د سر پرېکولو فتواوې هم ورکړې دي.‌

خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې نوموړی د طالبانو په مرسته د ننګرهار پر زندان د برید ترسره کولو مسؤلیت درلود چې په پایله کې یې سلګونه زندانیان له ولایتي محبسه په تېښته بریالي شول، خو د ملي امنیت په وینا د دې برید اصلي طرحه کوونکي د طالبانو ډله وه.

د افغانستان ملي امنیت وايي چې عبدالله اورکزي د داعش ډلې د خراسان څانګې استخباراتو مشر اسداالله اورکزي مرستیال په توګه مسوولیت درلود.

د داعش د مشرانو د وژلو او نیولو لړۍ

له دې مخکې د روانې میاشتې په لومړیو کې ملي امنیت وویل، د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مسوول اسدالله اورکزی یې په یوه برید کې وژلی دی.

ملي امنیت هغه مهال په یوه اعلامیه کې وویل، وژل شوی کس ضیاءالرحمن نومېده، چې په اسدالله اورکزي مشهور و او له ډېورنډ کرښې هاخوا د اورکزو سیمې اوسېدونکی و.

ملي امنیت د اسدالله اورکزي د وژل کېدو ځای ځایګي په تړاو هم څه نه وو ویلي، خو وروسته په ننګرهار کې ځايي چارواکو وویل، نوموړی په جلال آباد ښار کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال وژل شوی.

د عکس سرچینه، NDS

د عکس تشریح،

د روانې میاشتې په لومړیو کې ملي امنیت وویل، د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مسوول اسدالله اورکزی یې په یوه برید کې وژلی دی.

په تېره مې میاشت کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي وو چې ځانګړو ځواکونو یې د سویلي آسیا لپاره د داعش ډلې مشر ضیاالحق چې په شېخ ابو عمر الخراساني مشهور دی، نیولی دی.

د تېرې اپرېل میاشتې په پیل کې د افغانستان ملي امنيت اعلان وکړ چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور دی، یې هم نيولی دی.

په همدې اپریل میاشت کې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، له افغان حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې د داعش خراسان ډلې نیول شوی مشر دې پاکستان ته وسپاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي خبرپاڼه کې هغه مهال ویلي وو، اسلم فاروقي د پاکستان پر ضد فعالیت کاوه، نو ځکه باید دوی ته د پلټنو لپاره وسپارل شي.

خو په ځواب کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مجرمینو د تبادلې تړون نشته، نو د داعش ډلې نیول شوی مشر اسلم فاروقي به د افغانستان د قوانینو په رڼا کې په افغانستان کې محاکمه کېږي.