شاه محمود قریشي: طالبان اوس هم د دوحې تړون ته ژمن دي

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
شاه محمود قریشي

د عکس سرچینه، Ministry of Foreign Affairs, Islamabad

د عکس تشریح،

ښاغلي قرېشي وویل، شاوخوا دوه ساعته يې له طالب پلاوي سره دده په ټکیو په دوستانه او ښه ماحول کې خبرې وشوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي، طالبان اوس هم د دوحې تړون ته ژمن دي او په دې باور دي، چې په افغان سولې بهیر کې شته خنډونه د خبرو له لارې لرې کېدلی شي.

له ښاغلي قرېشي سره د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سه شنبې په مازديګر طالب پلاوي ملاقات وکړ، چې په دغه ملاقات کې د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس ای مشر جنرال فیض حمید هم موجود وو.‌

ښاغلي قرېشي تردې ملاقات وروسته له رسنیو سره خبرو کې وویل، شاوخوا دوه ساعته يې له طالب پلاوي سره دده په ټکیو په دوستانه او ښه ماحول کې خبرې وشوې.

''دوی وايي،‌ د دوحې د سولې تړون ته ژمن دي او وايي، باید په هغه تړون کټ مټ عمل وشي. هغوی نن هم هغه تړون ته ژمن ښکاري، او زیاتوي، که لږ ډېرې ستونځې وي،‌ نو د خبرو اترو له لارې هوارېدلی شي. زما هیله ده، چې زموږ له دوی سره تردې ملاقات وروسته به یوه لاره راووځي ''.

د عکس سرچینه، Ministry of Foreign Affairs, Islamabad

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قرېشي په خبره طالب پلاوي په افغان سولې بهیر کې د پاکستان مننه وکړه او دوی ته يې ویلي، چې د طالبانو ټول مشران د پاکستان ددغو هڅو هرکلی کوي.

د پاکسان د بهرنیو چارو وزارت له لوري رسنیو ته په خپرې شوې یو خبرپاڼه کې ویل شوي، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي او طالب پلاوي ترمنځ په دې لیدنه کې ښاغلي قرېشي یاد پلاوي ته باور ورکړ، چې پاکستان یو سوله ييز، باثباته، متحد او ډیموکراتیک افغانستان غواړي.

د عکس سرچینه، Shah Mahmood Qureshi Facebook

د عکس تشریح،

ملا برادر او ورسره مل پلاوی یې دوشنبه اسلام اباد ته رسېدلي وو

له ښاغلي قرېشي سره تردې لیدنې وروسته دا نه هم پاکستانیو چارواکو او نه هم طالبانو ویلي، چې د طالب پلاوي د پاکستان دغه سفر پای ته رسېدلی که نه؟ خو د طالبانو ویاند سهیل شاهین پرون له بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو، چې دغه پلاوی د لومړي وزیر عمران خان د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي صادق خان سره ويني.

رسنیو ته ددغې لیدنې په هکله لاهم کوم مالومات نه دي ورکړل شوي.

له دې سره د طالب پلاوي د پاکستان د اوسني سفر په هکله د افغان حکومت له لوري لاهم کوم غبرګون نه دی راغلی.