د ملا عبدالغني برادر او شاه محمود قریشي لیدنه

د ملا عبدالغني برادر او شاه محمود قریشي لیدنه

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر نن سې شنبه اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل. په دې کتنه کې د طالبانو د پلاوي نور غړي او همدا راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم ګډون درلود. دا دویمه ورځ ده، چې طالب پلاوی په پاکستان کې په لیدنو او غونډو بوخت دی. د دې غونډو ډېر حال نه دی په ډاګه شوی. خدای نور ناصر نور جزیات لري.