افغانستان کې سېلابونه: پروان کې د وژل شویو کسانو شمېر نژدې ۱۰۰ ته رسېدلی

میدان وردګ ولایت

د عکس سرچینه، میدان وردګ ولایت

د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت وايي، په پروان کې د سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر نژدې ۱۰۰ ته لوړ شوی او د ټپیانو شمېر هم تر ۱۱۰ پورې رسېدلي دی. د دغه وزارت په وینا لا هم خلک تر نړیدلو کورونو او دېوالونو لاندې دي او د هغوی د رایستلو کار روان دی.

نن چهارشنبه ګهیځ وختي د کابل په ګډون په کونړ، نورستان، بدخشان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، لغمان، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتیکا او پکتیا کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي ول، چې د درنې مرګژوبلې ترڅنګ یې ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.

افغانستان کې طبیعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت مرستیال وزیر مطیع الله ساپي په کابل کې د بي بي سي خبریال عصمت بهیر ته وویل:

''د سېلابونو له کبله څه کم ۱۰۰ تنه شهیدان لرو او تر یو سل او اتو یا لسو تنو پورې ټپیان دي. ډېر خلک تر ړنګو دېوالونو او چتونو لاندې شوي وو، چې له بده مرغه ځینې یې لا هم تر خاورو لاندې پاتې دي او د راایستلو لپاره یې هڅې روانې دي. ''

بل لور ته د میدان وردګو ولایت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د سختو بارانونو له کبله سېلابونه راوتلي چې سلګونه کورونه یې ویجاړ او یا زيانمن کړي، یو شمېر پلونه او پلچکونه، لويې لارې یې ویجاړې کړي زرګونه باغونو، کروندو او دکانونو ته یې سخت زیانونه اړولي دي.

د عکس سرچینه، EPA

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دغه ولایت په جلريز او نرخ ولسوالیو کې نن له غرمې وروسته یو ځل بیا په ځینو سیمو کې سېلابونه راوتلي چې د خلکو کورونه او پلونه يې نړولي دي، لویو لارو، باغونو او کښت ته يې زيان رسولی دی.

د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار بي بي سي ته وویل، باران د شپې دوولس بجې ډېر شو او ور پسې سخت سېلاب راغی، چې له امله یې ډېر کورونه هم وران شول:

«ډېر کسان شهیدان شول، ډېرو کورونه له لاسه ور کړل د پروان ملکي روغتون ته ۶۸ مړي او تر۹۰ پورې ټپیان راوړل شوي دي.»

د عکس سرچینه، میدان وردګ

نوموړې پروان کې اوسنی وضعیت کړکېچن وباله او ټینګار یې وکړ چې خلک لا هم تر ړنګو ودانیو لاندې دي.

په غزني کې د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزی دولایتی شورا د ریس اخترمحمد له قوله وايي، په میدان وردګ ولایت کې په لسو وژل شویو کې ښځي هم شاملې دي او دوه ماشومان لا هم تری تم دي.

چارواکي وايي، شپږ تنه نور ټپیان شوي دي او په سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه اوبو ویجاړه کړې.

ویل کېږي لسګونو باغونه هم زیانمن شوي او په سلګونو څاروي هم اوبو وړی.

د افغانستان پېښو ته د رسېدو چارو سرپرست وزیر غلام بهاوالدین جیلاني په پروان کې د پېښې له سیمې، بي بي سي ته وویل، ژغورنډلې سیمې ته رسېدلې او هڅه کوي چې له خټو لاندې کسان راوباسي:

د عکس سرچینه، ANDMAMEDIA

د عکس تشریح،

چارواکي وايي، باران یوازې چاریکار کې ځاني زیان لري.

"وېره شته چې نور کسان به هم تر خټو او ورانو ودانیو لاندې وي او دا مرګ ژوبلې لومړنۍ شمېرې دي."

هغه زیاتوي چې د سېلاب له امله ډېر کورونه وران او خلک بې کوره شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم د باران او سېلاب له امله وراني ارزولو لپاره د پروان چاریکار ته تللی دی.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې، ښاغلی خالد په دغه سفر کې له ولایتي چارواکو او د سیمې مشرانو سره زیانمنو کسانو ته په مرسته رسولو غږېږي.

له مرکز او ځنګلورو ولایتونو مرسته غوښتل شوې

د افغانستان پېښو ته د رسېدو چارو سرپرست وزیر جیلاني وايي، له څنګلورو ولایتونو یې هم غوښتنه کړې چې د خلکو په ژغورلو کې ور سره مرسته وکړي او همدارنګه یې د د ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح غوښتنه کړې چې اړوند وزارتونه مرستندویه ډلې ور ولېږي:

"هم له څېرمه ولایتونو او هم مو له لومړي مرستیال سره تماس نیولی چې ماشینونه او امبولانسونه دلته راولېږي."

نوموړی دا هم وايي، سالنګ او جبل سراج ولسوالیو کې باران شوی او سېلاب راوتلی، خو یواځې کرنې او مالدارۍ ته یې زیان رسولی او ځاني تاوان نه لري.

د هوا پېژندنې ادارې خبرداری

د افغانستان هوا پېژندنې ادارې پرون خبرداری ورکړ چې ښايي، په کابل، کونړ، نورستان، بدخشان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، لغمان، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتیکا او پکتیا کې سخت باران وشي او سېلاب روان شي.

د میدان وردګ او پکتیا په ګډون یو شمېر مرکزي ولایتونو کې هم راپورونه وايي چې له پرون راهیسې سېلابونو په دغو سیمو کې زیانونه اړولي.

د میدان وردګ ولایت په جلرېز، نرخ، دایمیرداد اوسیداباد ولسوالیو هم باران شوی او د سېلاب له امله کرنې او سړک ته زیان اوښتی دی.

د دې ولایت ویاند محیب الله شریف زوی وايي، د سېلاب له امله په جلرېز کې دوه مېرمنې مړې او درې نورې ټپیانې دي.

خواله رسنیو کې داسې انځورونه هم خپاره شوي چې ښيي د سېلاب له امله د کابل- ننګرهار لار په سروبي ولسوالۍ کې زیانمه شوې او د ګاډو چلښت یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ارګ اعلامیه

د عکس سرچینه، ANDMAMEDIA

د عکس تشریح،

چارواکي وايي، له ځنګلورو ولایتونو یې هم ماشینونه غوښتي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د پېښې د قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې د پېښو رسېدو چارو وزارت او نورو اړوند ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې له زیانمنو سره سملاسي مرسته وکړي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د کابل-جلال اباد او کابل-ګردېز لارو په ګډون د هېواد مختلفو سیمو کې سېلابونو زیان اړولی دی او په پروان ولایت کې شاوخوا ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

سېلابي افغانستان

افغانستان د خپل ځانګړي اقلیم له امله سیلابي هېواد بلل کېږي.

د سږني لمریز کال لومړیو کې هم د پسرلني باران او سیلاب له امله افغانستان کې په لسګونو کسان مړه او ټپیان شول.

د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۱ یې د سېلاب او ځمکښویېدنې له امله ډېر زیانګالي او په ختیځو تیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې د دې پېښو خطر ډېر دی.