د سولې مذاکرات: د دولت مرکچي پلاوی دوحې ته ځي

د سولې مذاکرات: د دولت مرکچي پلاوی دوحې ته ځي

د افغان سولې خبرو وروستیو پرمختګونو لړ کې د افغان دولت مذاکراتي ډله سبا قطر ته ځي. خو تر اوسه په دې تړاو د طالبانو له لوري څه نه دي ویل شوي. افغان حکومت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هغه طالب زندانیان چې له دې وړاندې یې د نه خلاصون ویلي و، له بنده ازاد کړي دي او طالبانو هم له دوی سره د حکومت څلور کومانډو سرتېري خوشي کړي دي. نور حال له کابله نجما ځلا لري.