یوسف نورستانی امریکا کې له عمومي بودیجې د غلا په تور په 'کورني زندان' محکوم شو

احمد یوسف نورستانی

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان بیا رغونې څېړونکې امریکايۍ اداره سیګار وايي، د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکینی مشر احمد یوسف نورستاني د امریکا متحدو ایالتونو د یوې فدرالي محکمې قاضي له 'عمومي بودیجې د غلا ' په تور په شپږ میاشتې 'کورني زندان ' محکوم کړی او تر دریو کلونو پورې به تر نظارت یا څارنې لاندې وي.

ښاغلي نورستاني د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې په محکمه کې پر ځان لګېدلي تورونه ومنل او د دعوې د یوې برخې توافق په توګه یې د حکومتي پیسو بېرته ورکولو هوکړه وکړه.

د مارچ میاشتې تر نهمې پورې د محکمې د حکم تمه کېده، چې وځنډېده. د دغه ډول تورونو اثبات په صورت کې د سزا ډېر حد ۱۰ کاله زندان سزا او تر ۲۵۰ زره ډالره پورې جریمه کېدای شي.

پر ښاغلي نورستاني د ۲۰۱۹ کال مې کې تور ولګېد او د امریکا د څارنوالۍ رپوټ له مخې نوموړي د کالفورنیا ایالت په یوه محکمه کې اعتراف وکړ چې د ۲۰۱۵ کال د جون او ۲۰۱۸ کال دسمبر میاشتو تر منځ موده کې یې د خپلو سفرونو او مېشت ځایونو په هکله دروغ ویلي او په غیر قانوني توګه یې د امریکا له عامه خیریه پانګې له ۱۰۰ زره ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کړې دي.

نوموړي دغه راز منلې چې د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې یې د دولتي مالي مرستې 'له کم عاید لرونکو کسانو سره دولتي مرستې ' لپاره غوښتنلیک ورکړی و.

د عکس تشریح،

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ۱۳۹۲ کال کې په خپلمنځي ټاکنو کې احمد يوسف نورستانی د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د مشر په توګه ټاکلی و.

د قانون له مخې هغه کسان چې د دغه ډول مرستو لپاره مستحق بلل کېږي باید په امریکا کې واوسي او که له ۳۰ ورځو د ډېر وخت لپاره له هېواده بهر ځي، باید حکومت ته معلومات ورکړي.

ښاغلي نورستاني اعتراف کړی چې د خپلو سفرونو او اوسېدو په هکله یې څو ځله دولت ته دروغ ویلي دي.

نوموړي په غیر قانوني توګه له دې ادارې ۲۷ زره ډالره تر لاسه کړي او د غه راز یې د درملنې په لړ کې له ۷۳ زره ډالرو ډېر لګښت شوی دی.

د امریکا عدلیې وزارت په رپوټ کې راغلي چې د افغانستان د بیارغونې امریکايۍ پلټونکې ادارې یا سیګار هم د دې موضوع په څېړنه کې همکاري کړې.

احمد يوسف نورستانی څوک دی؟

احمد یوسف نورستانی په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر و، چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې تر سره شوې. د نوموړي په مشرۍ د هغو ټاکنو پایله کې له ډېرو ناندریو وروسته د ملي وحدت حکومت رامنځته شو.

يوسف نورستانی په ۲۰۰۲ کال کې هغه مهال چې د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ نوې اداره رامنځته شوه، د ښاغلي کرزي وياند او سلاکار و.

يوسف نورستانى په ١٩٤٨ زيږديز کال د نورستان د وايګل د نشې گوم په کلي کې زيږيدلى، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د رحمن بابا په ليسه کې بشپړې کړي دي.

په ١٩٦٦ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د تاريخ او جغرافيې له څانګې فارغ او وروسته په همدغه پوهنځي کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړى په ١٩٧٣ کال کې امريکا ته ولاړ او هلته يې د اريزونا په پوهنتون کې د ماسټرۍ دوره بشپړه کړه او وروسته يې بيا له همدغه پوهنتونه د بشر پيژندنې په برخه کې دوکتورا واخيسته.