امریکا افغانستان کې د جنګي جنایتونو د تورونو پر څېړونکې بندیزونه ولګول

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا حکومت د نړیوالې جنايي محکمې د مشرې څارنوالې فاتو بنسوده په ګډون پر څو مهمو چارواکو بندیزونه ولګول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دوی تورن کړل چې پر امریکايي وګړو د قضا برخه کې "د ناروا چارو د تپلو هڅې کوي."
نړیواله جنايي محکمه (ای سي سي) چې د هالنډ په هاګ کې ده، دا مهال پر دې مسله څېړنه کوي چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي دي که نه.
امریکا د دې محکمې له بنسټېدو پرې نیوکې کوي او یو له هغو لسو هېوادونو ده چې غړیتوب یې نه لري.
د انساني حقونو څارډلې خصوصي مرکز یو مهم حقوقپوه بلېکس جراح د امریکا دا بندیزونه د خورا بدو جرمونو له قربانیانو سره د عدالت په مخ کې د واشنګټن د ژمنو لپاره نوی شرم بولي.
هغه خپل ټوېټ کې لیکلي: "د ښاغلي پمپیو ګام د امریکا له هغو چارو ښکاره سرغړونه ده چې د انساني حقونو د سرغړوونکو او غلو مشرانو د تنبیه لپاره یې کوي او د داسې کسانو په نښه کول دي چې د جنګي جرمونو د عاملانو محاکمه غواړي. "
ای سي سي د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۲ کال کې د یوه تړون له مخې جوړه شوه او د توکم وژنې، د بشریت ضد جنایتونو او جنګي جنایتونو مسوولان څاري او هغه وخت دا ګام پورته کوي چې د اړوند هېوادونو چارواکي نه غواړي یا دا مسوولان محاکمه کولی نه شي.
د برتانیا په ګډون ۱۲۳ هېوادونو دا تړون لاسلیک کړی، خو امریکا، چین او روسیه له دې تړون سره نه دي یو ځای شوي او همدارنګه ځینې افریقايي هېوادونه دا مرکز تورنوي، چې پر افریقایانو بې انصافه تمرکز لري.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ جون میاشت کې د یوه فرمان لاسلیکولو سره د نړیوالې جنايي محکمې د کارمنانو د شتمنۍ کنګلولو او امریکا ته په تګ د بندیز لګولو اجازه ورکړه او اوس دا فرمان عملي شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، مېرمن بنسوده او فاکیسو موچوچوکو د دې محکمې هغو چارواکو کې دي چې بندیزونه پرې لګېږي.
هغه دا محکمه "یو مخ بې وسه او فاسده وبلله" او ویې ویل که څوک د دې کسانو مادي ملاتړ کوي، د بندیزونو خطر سره مخ کېږي.
هغه مهال ای سي سي د ولسمشر ټرمپ دا فرمان ګواښوونکي او زوروهونکي ګامونه وبلل:
"پر ای سي سي برید د جنګي جنایتونو د هغو قربانیانو پر ګټو برید دی، چې ډېرو ته یې ای سي سي وروستۍ هیله ده. "
فاتو بنسوده څوک ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ای سي سي پر امریکایي سرتېرو سربېره افغان جګړه کې د نورو ښکېلو لورو د جنګي جرمونو د تورونو پلټل غواړي.
مېرمن بنسوده چې یو وخت د ګامبیا د عدلیې وزیره هم وه د دې محکمې د لوی څارنوال مورنو اوکامپو په مهال یې له نوموړي سره د مرستیالې په توګه کار کاوه.
نوموړې یو وخت د ملګرو ملتونو د تایید وړ هغې محکمې لویه حقوقي سلاکاره وه چې د روانډا د ۱۹۹۴ کال توکم وژنې ادعاوې یې څارلې.
مېرمن بنسوده تر ډېره په افریقا تمرکز درلود. تراوسه د ای سي سي ټولې محاکمې پر دې وچه ور ټولې دي او د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت د وسلوالو یو مشر توما لوبانګا هغه لومړنی شخص دی چې پر ۲۰۱۲ کال دې محکمې د جنګي جنایتونو له امله سزا ور کړه.
خو مېرمن بنسوده له ځینې ماتو سره هم مخ شوې چې هغو کې د عاج ساحل په جنګي جنایتونو د تورن ولسمشر لوران باګو بري کېدل هم راځي.
افغانستان کې جنګي جرمونه
فاتو بنسوده د ۲۰۱۷ کال وروستیو کې د نړیوالې محکمې له قاضیانو اجازه وغوښته چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په ګډون د نړیوالو ځواکونو، افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو د جنګي جنایتونو تورونه وڅېړي.
د روان کال مۍ میاشت کې د نړیوالې جنايي محکمې قاضیانو نوموړې ته د دې پلټنې اجازه ور کړه.
د دې محکمې د فرمان له مخې افغان جګړه کې د امریکايي ځواکونو او نورو ښکېلو لورو چلن د دوی د فعالیت له پیل ارزول کېږي.
هغه مهال د امریکا حکومت د دې محکمې پر دې پرېکړه نیوکه وکړه.