د افغانستان ۳ ولایتونو کې ۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۷ ټپیان دي
انځور د پخوانۍ پېښې دی.
د افغانستان په سرپل، هلمند او ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي، دغو ولایتونو کې د ماین چاودنو له امله ۹ ولسي وګړي ووژل او ۷ ټپیان شول.
شمال ته په سرپل کې چارواکي وايي، د دغه ولایت د سانچارک ولسوالۍ په ګجوای کلي کې پرون په یوه کور کې د یوه ماین له امله شپږ ماشومان وژل شوي او دوه مېرمنې هم ټپي دي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي بي بي سي ته وویل، وسلوالو طالبانو دغه ماین د دې سیمې د یوه استوګن په کور کې ایښی و چې په عامو وګړو چاودلی دی.
د سانچارک ولسوال نقیب الله دقیق د دې خبر منلو سره بي بي سي ته وویل، له یو کال راهیسې ګجوای د طالبانو په ولکه کې ده.
سرپل د افغانستان یو نارام ولایت ګڼل کېږي او طالبان پکې فعال دي.
دفاع وزارت کندهار او زابل کې د لسګونو ماینونو د شنډولو خبره کوي.
ختیځ ته په ننګرهار کې چارواکي وایي، د دغه ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې نن سهار ۶ بجې د ماین چاودنې له امله درې ولسي وګړي ووژل شول.
د دوی په خبره، دې پېښه کې د پلار او زوی په ګډون ۳ کسان وژل شوي او بل ژوبل دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، پېښه د پچیراګام په درګۍ کې هغه مهال وشوه چې د دې کسانو موټر په ماین وخوت.
ملګري ملتونه د روان میلادي کال لومړیو شپږو میاشتو رپوټ کې افغان جګړه د ولس لپاره ډېره مرګونې بللې ده.
له بلې خوا د افغانستان سوېل ته په هلمند کې هم ځايي چارواکي وایي، بېګا اووه نیمي بجې د دغه ولایت ګرمسیر ولسوالۍ کې یوې چاودنې څلور ولسي کسان ژوبل کړي دي.
د هلمند د ولایتي ادارې ویاند عمر ځواک وایي، چاودیدونکي توکي د ګرمسیر بازار کې یوه موټر سایکل کې اېښودل شوي او چاودیدلي دي.
په دا مهال د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندهار په شاه ولیکوټ او میوند او د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې یې د طالبانو هغه لسګونه مایونه شنډ کړي چې د افغان ځواکونو پرضد یې ښخ کړي وو.