د پاکستان او هند په ګډون افغان حکومت په ۱۲ هېوادونو کې نوي نوماند سفیران وټاکل

د بهرنیو چارو وزارت
د عکس تشریح،

په بهرنیو چارو وزارت کې د سمونونو لړ کې دا تر ټولو لوی شمېر سفیرانو ګومارنه ده

افغان حکومت د روسیې او بریتانیا په ګډون په ۱۲ هېوادونو کې نوي نوماند سفیران وټاکل. دې لړ کې د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زلمی رسول په لندن کې د افغان سفیر په توګه نوماند شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په بریتانیا کې پخوانی افغان سفیر سید طیب جواد په مسکو کې د افغانستان د نوماند سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

دغه راز په اسټرالیا د افغان سفیر وحیدالله ویسي دنده د یوه کال لپاره غځول شوې ده او د پوځ مخکینی لوی درستیز بسم الله وزیري په قرغیزستان، د فواید عامې پخوانی وزیر یما یاري په جرمني او د محلي ارګانونو ادارې مخکینی مرستیال فرید ماموندزی په نوي ډیلي کې افغان نوماند سفیران ټاکل شوي دي.

د دې تر څنګ امان الله جیحون په اذربائیجان، خالد احمد زکریا په ایټالیا، نجیب الله علي خیل په پاکستان، امیر محمد رامین په ترکیه، منيژه باختري په ویانا او خان ولي خان په ترکمنستان کې د نوماند سفیرانو او شفق خواصي په ایران کې د کډوالو ځانګړي نوماند سفیر په توګه ټاکل شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت کې د بدلونونو لړۍ

ولسمشر محمد اشرف غني څو ځله په بهرنیو چارو وزارت کې اداري سمونونو ته اشاره کړې او هوډ ښودل شوی چې دغه وزارت کې به پراخ سمونونه را منځته کیږي، خو د سمونونو دا هوډ په سیاسي ناندریو بدل شوی و.

څو میاشتې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دغه وزارت کې د تشکیلاتي پړسوب د له منځه وړلو لپاره ۱۸۰ بستونه لغوه کوي.

له ولسمشر غني سره د دې وزارت د مشرتابه له ناستې وروسته د دغه وزارت ویاند ګران هېواد ویلي وو چې په له منځه تلونکو بستونو کې یو معینیت او د وزارت سل بهرني پوسټونه هم شامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

صلاح الدین رباني د ملي یووالي حکومت په اډانه کې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د مخکني اجرایه مشر عبدالله عبدالله له خوا معرفي شوی وو

بهرنیو چارو وزارت چارواکي ویلي، د سمونونو له دې ګام سره به په کال کې نژدې یو میلیارد افغانۍ سپما کړي او د وزارت دننه کارکوونکو وړتیاوې به هم لوړې شي. د دوی په وینا په تېرو کلونو کې دغلته سلیقوي او سیاسي ګومارنو ستونزې زیږولې دي.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني د تېر کال په وروستیو کې له خپلې دندې لاس په سر شو ، هغه په خپل استعفا لیک کې په غیر مستقیمه توګه پر ولسمشرمحمداشرف غني او ارګ نیوکه کړې وه چې په حکومت کې یې موازي جوړښتونه رامنځته کړي او مهمې دولتي ادارې یې له صحنې لېرې ساتلي دي.

د ملی یو والي حکومت په دوره کې د بهرنیو چارو وزارت د ویش له مخې د اجرائیه ریاست په برخه شوی و. په پيل کې افغان ولسمشر د دې وزارت د اصلاحاتو لپاره یو حکم صادر کړی و چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له لوري رد شوی و.

یوه نیوکه داده چې په تېرو څو دورو کې په بهرنیو چارو وزارت کې سلیقوي او د سیاسي اړیکو پر بنسټ ګومارنې شوي دي. د دې ګومارنو په لړ کې یو شمېر کسان د افغان سیاستوال د کورنیو غړي او یا هغوی ته نږدې کسان ښودل شوي وو.

یو کال وړاندې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې یوې خپلواکې ادارې ویلي وو چې د بهرنیو چارو وزارت د ګومارنو په پروسه کې قانون نه دی مراعت شو سېسټم یې ناسم او روڼوالی نه لري.

د "میک" په نوم د دې ادارې په راپور کې راغلي وو چې له سلو ډېر ډیپلوماټان چې دندې یې پایته رسېدلې دي، بېرته هېواد ته ندي راستانه شوي.