خلیلزاد: پر امرالله صالح برید د سولې بهیر د ګډوډولو هڅه ده

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Reuters

د افغانستان سولې بهیر لپاره د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، 'د سولې خبرو له رانژدې کېدو سره ورانکارو د دغه تاریخي فرصت ګډوډولو هڅې زیاتې کړې دي.'

ښاغلي خلیلزاد په یو لړ ټویټر پیغامونو کې د افغانستان ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان شوی برید د 'ورانکارۍ د هڅو وروستۍ بېلګه ' بللې.

ښاغلي خلیلزاد په دغه برید کې د ښاغلي صالح پر خوندیتوب د خوښي څرګندولو تر څنګ په برید کې د وژل شویو کسانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

د یادونې ده چې نن چهار شنبه سهار د پلازمېنې کابل په څلورمه امنیتي حوزه سیمه کې د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال د ګاډو پر کاروان د سړک غاړې بم چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول.

ښاغلی صالح په دغه برید کې برسېرن ټپي شوی دی.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، دوی په دغه برید کې لاس نه درلود.

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح،

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ګاډو پر کاروان پلازمېنه کابل کې برید شوی

بل لور ته د افغانستان کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي وايي، د دوی لومړني معلومات ښيي چې پر ښاغلي صالح برید کې ار ډي ایکس + ایچ ام ایس ( HMS+RDX) ډوله چاودېدونکي توکي کارول شوي دي.

د ښاغلي اندرابي په وینا دغه ډول مواد په هغو بریدونو کې کاروول شويو موادو ته ورته دي، چې حقاني شبکې یې په تېر کې مسوولیت منلی وو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د دې برید غندلو سره د پېښې د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده.

له ارګ په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې: "تروریستان او د دوی بهرني ملاتړي د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره پر سوله، جمهوریت او د هېواد روښانه راتلونکي چې زموږ د هیوادوالو لویې او اساسي غوښتنې دي، د خلکو کلک باور نشي کمزوری کولی او د تروریستانو پر وړاندې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه به په جدیت او قاطعیت ادامه ولري. "

د عکس سرچینه، Twitter

د یادونې ده چې تېره اونۍ په قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره د طالبانو له لوري د مرکچي پلاوي له اعلان سره هممهاله زلمي خلیلزاد هم قطر ته روان شوی و.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دوحې ته د ښاغلي خلیلزاد د سفر اعلان تر څنګ ویلي و:

''افغان مشران باید د سولې لپاره له دې تاریخي فرصته ګټه واخلي. ټولو لوریو د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو پر وړاندې د خنډونو لېرې کولو لپاره مهم اقدامات کړي دي او اوس وخت راغلی چې (دغه خبرې) پیل شي. ''

تر اوسه د دې خبرو د پیل نېټه معلومه نه ده او په داسې حال کې چې د طالبانو مذاکراتي ټیم قطر ته رسېدلی، د افغان حکومت مرکچي پلاوی لا هم په کابل کې دی.

د ښاغلي خلیلزاد په تازه ټویټ کې ویل شوي، 'تاریخ ښيي چې کله هم د سولې فرصت نژدې شوی، ورانکارو بې کچې هڅه کړې، چې مخه یې ونیسي، خو په وینا یې افغانان به یې په لومه کې ګیر نه شي. '

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر پیغام کې زیاته کړې:

'افغانانو ته معلومه ده چې د سولې بهیر یې د هېواد اوږده بحران ته یوازینی حل دی. د سولې لپاره د دوی پراخه هیلې به د دواړو مرکچې ډلو او د هغوی د مشرانو له لوري پوره کېږي. '

طالبان وايي تر اوسه یې ۶۵ کسان د دولت په زندانونو کې پاتې دي

د عکس سرچینه، Reuters

بل لور ته په داسې حال کې چې افغان دولت وايي، د طالبانو له لوري ورکړل شوي لیست سره سم یې له شپږ کسانو پرته ټول طالب بندیان خوشي کړي دي، طالبانو ویلي، د دوی شمېرنه ښيي چې اوس هم د دوی ۶۵ ملګري د افغان دولت په زندانونو کې پاتې دي.

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، نژدې ۵۵۰۰ طالب زندانیان یې خوشي کړي دي او دغه بهیر بشپړ شوی دی. د سولې چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري په وینا د ورکړل شوي نوملړ له مخې ټول طالب زندانیان خوشي شوي دي.

خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، تر اوسه د دوی د ملګرو زندانیانو خوشي کېدو بهیر نه دی بشپړ شوی او د دوی او دولت د لیستونو تر منځ توپیر شته.

د نوموړي په وینا د دوی شمېر ښيي چې لا هم ۶۵ طالب زندانیان د افغان دولت په زندانونو کې دي.

طالبان وايي، د افغان سولې خبرو کې د ځنډ یو لامل همدا موضوع ده.

ښاغلی مجاهد وايي، هغه طالب زندانیان چې باید قطر ته لېږدول شوي واي، لا هم نه دي لېږدول شوي. د سولې چارو لپاره د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هم دغه موضوع تاييدوي او په وینا یې دې لړ کې اقدامات کېږي.

دا هغه زندانیان دي چې د فرانسوي او اسټرالیايي اتباعو د وژنې تورونه پرې لګېدلي او له پلان سره سم به په قطر کې پاتې کېږي. فرانسې او اسټرالیا رسماً د دې کسانو له خوشي کېدو سره مخالفت کړی.

بل لور ته د طالبانو ویاند وايي، د دوی تخنیکي پلاوی لا هم په کابل کې دی او د بندیانو د خوشي کېدو بهیر بشپړېدو انتظار کوي.

د نوموړي په وینا د دغه بهیر له بشپړېدو وروسته به دوی رسمي اعلان وکړي او د سولې خبرې به پیل شي.