ترکیه کې مرګونی ډنډ او د ښه ژوند په لټه ورک شوي ۳۴ افغانان

  • حفیظ الله معروف
  • بي بي سي لندن
کډوال
د عکس تشریح،

دا لوی دنډ یا جهیل د ترکیې په ختیځ وان ولایت کې پروت دی چې دې هېواد کې تر ټولو ستر بلل کېږي.

د بي بي سي پښتو ټلویزیون په یوه ځانګړي رپوټ کې مالومه شوې لا هم ۳۴ افغانان د هغې کښتۍ له ډوبېدو وروسته ورک دي چې د ترکیې په وان ډنډ یا جهیل کې یې کډوال لېږدول.

دا کښتۍ د جون پر ۲۷ په ترکیه کې ډوبه شوې وه او ۶۱ مړي ترې راېستل شوې چې له نیمايي ډېر یې افغانان دي. د ډوبېدو لامل یې په کښتۍ کې د ډېرو کسانو سپرېدل او د هوا خرابوالی ښوول شوی دی.

قاچاق وړونکو او د ورکو شویو افغانانو کورنۍ وايي په ډوبه شوې کښتۍ کې له ۱۰۰ ډېر کډوال سپاره وو. له ۶۱ موندل شویو مړیو ۳۶ یې افغانان پاتې نور یې د پاکستان او ایران وګړي ښوول شوې دي.

وان چې له ایران سره ګډه پوله لري، ترکیې او بیا اروپايي هېوادونه ته د افغانانو، پاکستانیانو او ایراني کډوالو لپاره خورا مهمه لاره ده.

قاچاقچیان آن د ژمي په واورو کې هم له همدې لارې هغه کډوال تېروي چې اروپا ته د خوندي ژوند په نیت وتلي دي.

د عکس تشریح،

د کونړ د ۱۷ کلن عبید پلار وايي، د زوی د ملګرو مړي یې موندل شوي

نامالوم برخلیک

بي بي سي له ګڼو داسې کورنیو سره خبرې کړې دي چې همدې کښتۍ کې یې د کورنیو غړي وتلي وو، خو د کښتۍ له ډوبېدو وروسته ورک دي.

ځینو قاچاقچیانو هم چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، موږ ته ویلي ۲۱ مسافر یې له هماغې شپې راهیسې ورک دي چې ډوبې شوې کښتۍ ته د سفر لپاره ورغلې وو.

د کونړ موسی خان چې ۱۷ کلن زوی یې عبید په ډوبه شوې کښتۍ کې سپور و، وايي د زوی د دوو نورو ملګرو مړي یې وموندل شول خو د زوی 'مړی - ژوندی ' ورک دی.

موسی خان وايي، وروستی ځل یې زوی سره د کښتۍ له روانېدو لږ مخکې خبرې کړې وې، وايي زوی یې 'مزدورۍ ته روان و ' خو نه پوهېده چې له دا ډول برخلیک سره به مخامخ وي.

د عبید د لارې بل ملګری ۱۶ کلن شفیع الله و چې برخلیک یې یو ډول دی.

شفیع الله هم د کښتۍ له ډوبېدو وروسته ورک شوی. کورنۍ یې د ننګرهار په داسې سیمه کې اوسېږي چې ټیلیفون پکې کار نه کړي.

تره یې، شیر افضل، چې هر ماښام یوې غونډې ته د ټیلیفون لپاره پورته کېږي وايي 'که هیڅ نه وي، یوازې مړی دې یې پيدا کړل شي، لږ تر لږه یوه څه صبر به مو وشي، که نه ټول عمر به همداسې کړېږو. '

د عکس تشریح،

د میمنې سید اصف له دریو ماشومانو زامنو سره بې درکه دی

د یوې کورنۍ ۹ ورک غړي

یوه ډېره ویرجنه کورنۍ پکې د میمنې د سید اصف ده چې له خپلو دریو کوچنیو زامنو سره ورک دی.

سید نورالله چې له افغانستانه د خپل خپلوانو د موندلو لپاره ترکیې ته تللی وايي 'درد مې چاته ووایم؟ خدای ته یې وایم. زموږ څلور جسدونه په وان کې دي. څلور د وان په اوبو کې پاتې دي. هیڅوک یې غم نه خوري. عزیزانو مرسته وکړئ! '

په ترکیه کې افغان سفارت چې د همدې پېښې د مړو د لېږد په چارو کې مرسته کوي، وايي په همدې کښتۍ کې د یوې بلې کورنۍ نهه غړي ورک دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شته.

د سفارت چارواکي وايي، د دې کورنۍ ۱۱ غړي په همدې کښتۍ کې سپاره وو او له ډلې یې یوازې دوه مړي موندل شوي او نور ورک دي.

په ترکیه کې افغان دیپلوماتان او د کډوالو ملاتړې ډلې وايي، د پلټنې عملیات له تېرو دوو اونیو راهیسې بند شوې دي.

د افغان سفارت د کډوالو برخې چارواکي وايي، د ترکیې حکومت ورته ویلي له 'تخنیکي پلوه د کښتۍ وتل شونې نه دي نو ځکه یې پلټنه بنده کړې ده. '

د عکس تشریح،

د ننګرهار د شفیع الله تره وايي، له ټیلیفون سره هر مازدیګر یوې غونډۍ ته خېژي، چې ګوندې د وراره حال یې معلوم شي.

د پلټنې عملیات

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت بي بی سي ته په را استولي بیان کې ویلي 'د وان په جهیل کې د مړو د موندلو عملیات تر اوبو لاندې د لرې کنټرولېدونکو وسایلو په مرسته روان دي، خو حقیقت دا دی چې کښتۍ له ۱۰۰ مترو ژورو اوبو ته ښکته شوې او دا عملیات ډېر پيچلې دي. '

له دې پېښې نژدې شپږ میاشتې وړاندې ورته بله پېښه هم په همدې جهیل کې شوې وه او اووه کسان پکې مړه شوې وو.

په وان کې د بار په نامه د کډوالو ملاتړې ترکۍ ډله وايي، قاچاق وړونکو د مسافرو د لېږد لپاره د خوندیتوب هیڅ وسایل په پام کې نه و نیولي.

د دې ډلې مشر محمود کاچن د همدې پېښې په اړه یې څېړنې هم کړي، وايي:

''موږ دې پېښې ته د داسې څه په سترګه نه ګورو چې ناڅاپې دې پېښه شوې وې، بلکې موږ داسې کافي مالومات او شواهد لرو چې دا پېښه یې له مخې ډله ییزه وژنه بلل کېدای شي. زه ګومان کوم چې ډېره بې غورې شوې ده او قاچاق وړونکو د کډوالو خوندیتابه لپاره هیڅ ډول ګامونه نه دي اخیستي. '

د کډوالو د حقونو همدې مدافعې ډلې ځینې داسې انځورونه خپاره کړي چې ورکې شوې کښتۍ ته د کډوالو له ختلو لږ مخکې اخیستل شوي دي، او ښايي همدا یې د ژوند وروستي انځورونه وي.

په وېډیو کې لېدل کېږي چې کډوال د جهیل پر غاړه په خپل منځ کې پر کومه څه سره لانجه کوي. د لانجې دلیل نه دی په ډاګه شوی.

د عکس تشریح،

ځینې مړي بېرته د وان هدیرې له قبرونو اېستل شوي او افغانستان ته لېږدول شوې دي.

د کډوالو ځانګړې هدیره

د ترکیې په وان کې د مړو شویو کډوالو لپاره ځانګړې هدیره هم جوړه شوې او هغه کډوال پکې خاورې ته سپارل کېږي چې خپل خپلوان یې ورک یا مالوم نه وي، او همدا پر دې مرګونې لار د سفر خطر لا په ښه ډاګه کوي.

په همدې هدېره کې د افغانانو ځینې مړي هم خښ کړل شوي او ځینې بېرته له قبرونو اېستل شوي او افغانستان ته لېږدول شوې دي.

په ترکیه کې افغان قونسلر محمد مصدق فقیري وايي، له ۳۶ پيژندل شویو مړو یې ۳۰ افغانستان ته لېږدولې او پاتې نور یې د کورنیو په خوښه په وان کې خاورو ته سپارلې دي.

په افغانستان کې بې وزلي، بې روزګاري او نا امني هغه مهم لاملونه دي چې پر دا ډ ول سختو او مرګونو لارو ځوانانو سفرونو ته اړ باسي او د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو ښايي دا لړۍ لا هم روانه وي.

هغه کورنۍ چې د خپلو خپلوانو برخلیک یې مالوم شوی، خپل وير ته وخت لري، خو د هغو چې مړي - ژوندي ورک دي، په ژوند نه پوهېږي او د ورکو وېر به تل ورسره مل وي.