د بین الافغاني‌ خبرو لپاره د افغان دولت پلاوي غړي څوک دي؟

پلاوی

افغان دولت د سولې خبرو لپاره ۲۱ کسیز مرکچي پلاوی قطر ته استولی چې مشري یې محمد معصوم ستانکزی کوي.افغان دولت وايي، دا یو 'جامع' پلاوی دی، چې 'ټولشموله' دی او د 'ټولنې له ټولو اغېزمنو لوریو او قشرونو سره له سلا مشورو وروسته' ټاکل شوی دی.

په دې لیکنه کې د یاد پلاوي پېژندګلوۍ ته لنډه کتنه شوې ده.

محمد معصوم ستانکزی

محمد معصوم ستانکزی د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې ۱۳۳۷ کال کې زېږېدلی دی. ښاغلی ستانکزی پښتون دی او د افغانستان له نظامي پوهنتونه یې د مخابراتو برخه کې لیسانس ترلاسه کړی. نوموړي لوړې زده کړې د برتانیا په کمبرج پوهنتون کې کړې دي.

نوموړی دا مهال د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سلاکار دنده لري او له دې مخکې یې د مخابراتو وزیر، د بې وسلې کولو پروګرام یوه مسوول، د سولې عالي شورا مرستیال، دفاع وزارت سرپرست او ملي امنیت ریاست سرپرست په توګه دندې تر سره کړې دي.

نوموړی ولسمشر غني ته له نژدې کسانو یو دی او دا مهال د سولې خبرو کې د افغان دولت مرکچي پلاوي مشري کوي.

فاطمه ګیلاني

د عکس سرچینه، IFRC

فاطمه ګیلاني له نفوذ لرونکو افغانو مېرمنو یوه ده. نوموړي د ملي محاذ ګوند د وفات شوي مشر پیر سید حمد ګیلاني لور ده.

فاطمه ګیلاني د لیسانس او فوق الیسانس تر کچې زده کړې د ایران ملي پوهنتون د فارسي ادبیاتو څانګه کې کړې دي او د لندن له مسلم کالجه یې په اسلامي مطالعاتو کې د فوق الیسانس تر کچې زده کړې کړې دي.

نوموړې په نویمو کلونو کې په لندن کې د افغان مجاهدینو د ویاندې په توګه څو کاله دنده درلوده.

مېرمن ګیلاني له تېرو څو کلونو راهیسې په سیاسي او ټولنیزو چارو کې فعاله ده او د افغان سرې میاشتې مشرې یې هم کړې. نوموړې د ناروغۍ له کبله د دوحې په خبرو کې ګډون نه دی کړی.

احمد نادر نادري

د عکس سرچینه، NAder nadery/fb

۴۵ کلن احمد نادر نادري کابل پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو برخه کې زده کړې کړې او د لوړو زدکړو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو جارج واشنګټن پوهنتون ته تللی و.

نوموړي د رهبري برخه کې د تخصص زده کړې د امریکا هارورډ پوهنتون په کنیډي پوهنځي کې ترلاسه کړې دي.

ښاغلي نادري له دې مخکې د افغانستان بشري حقونو د کمشنر، د بیان ازادۍ افتخاري سفیر، د ولسمشرۍ ارشد سلاکار او د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د مشر په توګه دندې تر سره کړې دي.

نوموړی اوسمهال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د مشر په توګه دنده لري.

عبدالمتین بیک

د عکس سرچینه، Arg

عبدالمتین بیک د عبدالمطلب بیک زوی دی، چې ۱۹۸۷ کال کې د تخار ولایت په هزار سموچ ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

نوموړي ۲۰۰۸ کال کې د هند په ډیلي پوهنتون کې د لیسانس تر کچې د سیاسي علومو زده کړې کړې او وروسته یې د هند له جواهر لال نهرو پوهنتونه د فوق الیسانس تر کچې زده کړې وکړې.

نوموړي له دې مخکې د پالیسۍ برخه کې د کورنیو چارو وزارت د سلاکار او محلي ارګانونو خپلواکې ادارې د مالي او اداري مرستیال، د ملي امنیت ادارې د ولایتونو چارو مرستیال او محلي ارګانونو خپلواکې ادارې د مشر په توګه دندې تر سره کړې دي.

ښاغلی بیک دا مهال د ولسمشر غني د سیاسي او ولسي چارو د ارشد سلاکار په توګه کار کوي.

فوزیه کوفي

د عکس سرچینه، fawzia koofi/fb

فوزیه کوفي ۱۹۷۵ کال کې په بدخشان کې زېږېدلې او پلار یې د افغانستان د ملي شورا غړی و.

فوزیه کوفي تاجیک توکمه ده او له کابل پوهنتونه یې د حقوقو او سیاسي علومو برخه کې زده کړې کړې دي. نوموړې وروسته په نړیوالو اړیکو برخه کې د سویټزرلنډ له پوهنتونه لوړې زدکړې ترلاسه کړې.

مېرمن کوفي په غیر دولتي سازمانونو کې فعالیت درلود او د ښځو حقونو برخه کې فعالیت کوي.

نوموړې له دې مخکې تر دوو کلونو پورې د افغانستان په ولسي جرګه کې د بدخشان خلکو استازیتوب کاوه، خو د ۱۳۹۷ کال په ټاکنو کې د نوموړې نوم د کاندیدانو له لیسته وایستل شو.

مېرمن کوفي د 'تحول څپه ' په نامه سیاسي بهیر هم رهبري کوي.

سید سعادت منصور نادري

د عکس سرچینه، S sadad mansoor naderi/fb

سید سعادت منصور نادري ۱۹۹۹ کال کې د لندن له یوه پوهنتونه د اقتصاد برخه کې لوړې زده کړې وکړې. نوموړي له بېلا بېلو شرکتونو سره همکاري درلوده او خپله هم سوداګري کوي.

ښاغلی نادري په افغانستان کې د اسماعلیه فرقې د مشرانو له ډلې د یوه سید منصور نادري زوی دی او د افغانستان ملي پیوند نومي ګوند له رهبرانو یو دی.

نوموړي له دې مخکې د افغانستان ملي بانک د سلاکار او ښار جوړولو وزیر په توګه دنده درلوده او په وروستیو کې د سولې چارو لپاره د دولت وزیر په توګه معرفي شوی و.

نوموړی په افغانستان کې د یوه بیمه شرکت څښتن هم دی.

ضرار احمد مقبل

د عکس سرچینه، Socail media

ضرار احمد مقبل په ۱۳۴۲ کال کې پروان کې زېږېدلی او تاجیک توکمه دی. نوموړي د انجينرۍ برخه کې لوړې زده کړې کړې دي. ښاغلي مقبل له دې مخکې د پروان والي، کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او سرپرست، له مخدره موادو سره د مبارزې وزیر او افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه دندې تر سره کړې دي.

نوموړی د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي ته له نژدې کسانو یو بلل کېږي.

محمد رسول طالب

د عکس سرچینه، Socail media

ډاکتر رسول طالب په ۱۳۳۲ کال کې د غزني ولایت په قرباغ کې زېږېدلی دی او هزاره توکمه دی.

نوموړی د عبدالعلي مزاري په وحدت اسلامي ګوند کې د فعالیت مخینه لري.

نوموړی اوسمهال په سیاسي او ولسي چارو کې د افغان ولسمشر د ارشد سلاکار په توګه دنده لري او د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش ته له نژدې کسانو بلل کېږي.

حبیبه سرابي

د عکس سرچینه، Social media

مېرمن سرابي ۱۹۵۶ زېږدېز کال کې د افغانستان په مزار شریف ښار کې زېږېدلې او هزاره توکمه ده.

مېرمن سرابی په طبي علومو کې فارغ التحصیل ده. نوموړې دا مهال د روغې جوړې عالي شورا د مرستیالې په توګه دنده لري او له دې مخکې یې د ښځو چارو وزېرې او بامیان والۍ په توګه دندې تر سره کړې دي.

غیرت بهیر

د عکس سرچینه، Social media

غیرت بهیر ۶۴ کلن او پښتون توکمه دی. ښاغلي بهیر د لیسانس تر کچې طبي زده کړې کړې دي. نوموړی د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زوم دی او مخکې امریکایانو نیولی او زنداني کړی و.

ښاغلی بهیر دا مهال د افغانستان مشرانو جرګې غړی دی او د سولې عالي شورا د مرستیال په توګه یې هم دنده تر سره کړې ده.

نوموړي د سولې په بهیر کې د حکومت له دریځ سره د خپل ګوند د اختلاف له کبله له دولتي پلاوي سره قطر ته له تلو ډډه وکړه.

عنایت الله بلیغ

د عکس سرچینه، AGO

عنایت الله بلیغ د کاپیسا اوسېدونکی او تاجیک توکمه دی. نوموړي د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړی دا مهال په کابل پوهنتون کې د شرعیاتو استاد، د علماوو شورا غړی او د پل خشتي جومات خطیب دی.

ښاغلي بلیغ د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دیني سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

باتور دوستم

د عکس سرچینه، Social media

باتور دوستم ۱۹۸۸ کال کې په جوزجان ولایت کې زېږېدلی دی. نوموړی ازبیک توکمه او د مارشال عبدالرشید دوستم مشر زوی دی.

باتور دوستم په ترکیه کې د نړیوالو اړیکو برخه کې لوړې زده کړې ترلاسه کړې او اوسمهال د افغانستان ملي شورا غړی دی. نوموړی د باتور ملي ټلویزیون څښتن دی، چې په ۲۰۱۳ کال کې ایجاد شو.

کلیم الله نقیبي

د عکس سرچینه، Socail media

ښاغلی نقیبي په ۱۹۸۰ کال کې د کندهار په ارغنداب کې زېږېدلی دی. نوموړی د جمعیت اسلامي ګوند غړی دی او د دغه ګوند د مرستیال په توګه یې هم دنده تر سره کړې.

نوموړی د سولې خبرو مرکچې پلاوي ته د همدې ګوند له لوري ورپېژندل شوی دی.

ښاغلی نقیبي د الکوزي قوم له مشرانو بلل کېږي او مخکې یې د ودانیزو چارو په برخه کې هم فعالیت کړی.

محمد ناطقي

د عکس سرچینه، Social Media

محمد ناطقي مخکینی افغان دیپلومات دی. نوموړی د افغانستان وحدت اسلامي ګوند د مشر محمد محقق مرستیال دی او د همدې ګوند له لوري د سولې خبرو مرکچي پلاوي ته ورپېژند شوی دی.

ښاغلی ناطقي ۱۳۳۳ کال کې بامیان ولایت کې زېږېدلی او د ایران ازاد اسلامي پوهنتون کې یې لوړې زده کړې سر ته رسولې دي.

نوموړي فلسفه او سیاست برخه کې د فوق لیسانس تر کچې زده کړې ترلاسه کړې. نوموړي له دې مخکې د سوداګرۍ وزیر، په لیبیا کې د افغانستان سفیر او د ملي وحدت حکومت توافق د څار کمېسیون مشر په توګه دندې تر سره کړې دي.

ایوب انصاري

۵۰ کلن ایوب انصاري د هلمند ولایت اوسېدونکی دی. نوموړی د کورنیو چارو وزارت له جنرالانو یو دی او په پولیس ځواک کې د کار مخینه لري.

نوموړی د هلمند د یوې نفوذ لرونکې کورنۍ غړی دی او له دې مخکې یې په هرات او هلمند کې د امنیه قومندان او مرستیال په توګه دندې درلودې.

شریفه زرمتۍ

د عکس سرچینه، Socail media

شریفه زرمتۍ پښتنه ده او په پښتو ادبیاتو کې یې له کابل پوهنتونه د لیسانس تر کچې زده کړې تر لاسه کړې دي.

مېرمن زرمتۍ د خبریالۍ په ډګر کې تر کلونو پورې فعالیت کړی او د ملي شورا په ۱۵ دوره کې د پکتیا استازې په توګه ټاکل شوې وه. نوموړې مدني فعاله ده او په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې وه.

خالد نور

د عکس سرچینه، khalid noor/fb

د بلخ مخکیني والي عطا محمد نور زوی ۲۵ کلن خالد نور د افغان دولت مرکچي پلاوي تر ټولو ځوان غړی دی.

نوموړی د برتانیا شاهي نظامي پوهنځي سن هرسټ فارغ التحصیل دی. نوموړي دغه راز د کشالو هواري برخه کې د امریکا له جارج مېسون پوهنتونه د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې ترلاسه کړې دي.

خالد نور د جمعیت اسلامي ګوند له لوري مرکچي پلاوي ته ورپېژندل شوی دی.

ډاکتر محمد امین

د عکس سرچینه، Danish

ښاغلی امین ۱۳۴۳ کال کې روزګان کې زېږېدلی دی. نوموړي د اسلامي طب او فلسفې برخه کې د تهران له پوهنتونه دکتورا ترلاسه کړې.

ښاغلي امین د افغانستان او ایران په یو شمېر پوهنتونو کې د استاد په توګه دنده درلوده. نوموړی په کابل کې د ابن سینا پوهنتونو له موسسینو دی. هغه د اساسي قانون تطبیق د څارنې کمېسیون غړي او د افغانستان اساسي قانون د تدقیق کمېسیون د غړي په توګه هم دنده لرله.

غلام فاروق مجروح

د عکس سرچینه، Social media

ښاغلی مجروح په هرات ولایت کې زېږېدلی او د دغه ولایت په دارالمعالمین کې یې لوړې زده کړې ترلاسه کړې دي.

نوموړی دا مهال د افغانستان ملي شورا غړی دی او له دې مخکې یې د هرات شپږمې امنیتي حوزې امر، د ایران په مشهد کې د جمعیت اسلامي ګوند دفتر اداري مدیر، د هرات امنیه قوندانۍ مرستیال، د لویې اضطراري جرګې غړي او اساسي قانون د لویې جرګې غړي په توګه دندې تر سره کړې دي.

عبدالحفیظ منصور

د عکس سرچینه، Socail media

ښاغلی منصور ۱۳۴۳ کال کې په پنجشیر کې زېږېدلی او تاجیک توکمه دی. نوموړي لوړې زدکړې له کابل پوهنتونه ترلاسه کړې دي. د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته ښاغلی منصور د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وګومارل شو.

نوموړي د پیام مجاهد مجلې او باختر خبري اژانس مشري هم کوله. عبدالحفیظ منصور د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې د کابل خلکو استازیتوب کړی.

عطاءالله لودین

د عکس سرچینه، Social media

۵۹ کلن عطاءالله لودین په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی دی. ښاغلي لودین په دیني علومو او فقه کې لوړې زده کړې ترلاسه کړې دي.

نوموړی له دې مخکې د افغانستان علماوو شورا د مشر، د مشرانو جرګې غړي، ننګرهار والي او سولې عالي شورا د مرستیال په توګه دندې تر سره کړې دي.