امریکا د افغانستان پوځ ته څلور جنګي الوتکې وسپارلې

.

د عکس سرچینه، @MoDAfghanistan

د عکس تشریح،

د دغو الوتکو ۳۰ افغان پیلوټانو ته هم د امریکا جورجیا یالت کې روزنه ورکړل شوې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان هوايي ځواک ته د اې ۲۹ سوپر ټوکانو په نامه څلور جیټ الوتکې وسپارلې. د افغانستان دفاع سرپرست وزیر وايي، دا الوتکې په داسې وخت کې افغانستان ته ورکړل شوې، چې جګړه لا ډېره شوې او قطر کې د سولې خبرې روانې دي.

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد دا څرګندونې کابل کې د دغو الوتکو د تسلیمېدو جوړو شویو مراسمو ته کولې چې د امریکا د بهرنیو ځواکونو قومندانان هم پکې وو.

په دې مراسمو کې د افغانستان د هوايي ځواک د عمومي قومندان ډګرجنرال عبدالفهیم رامین او د افغانستان لپاره د امنیت لېږد ګډې قومندانۍ سیستیکا قومندان؛ ډګرجنرال دیدریک ترمنځ د دغو الوتکو د تسلمیېدو هوکړه لاسلیک شوه.

اسدالله خالد وویل، افغانستان ته د دغو الوتکو ورکول یو پیغام هم لري چې په وینا یې "ناټو له افغان پوځ سره پر خپلو ژمنو او همکارۍ تر هغو دوام ولري، چې په دې هېواد او سیمه کې د ترهګرو ځاله له منځه تللې نه وي."

ښاغلي خالد د قطر دوحه کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو ترمنځ د سولې روانو خبرو ته په اشاره وویل، دا ښه پیل و او هیله مو دا ده چې په هېواد کې د یوې تلپاتې سولې شاهدان شو او دواړه لوري یوې داسې هوکړې ته په رسېدو ژر وتوانېږي، چې افغانان په ټول هېواد کې د سولې شاهدان واوسي.

د افغانستان دفاع وزارت چارسمبالي وویل، له بده مرغه د سولې خبرو په درشل کې تل جګړه ډېره چې د دولت مخالفان خپله لاسته راوړنه او فعالیت وښيي.

د عکس سرچینه، @MoDAfghanistan

د عکس تشریح،

اسدالله خالد وویل، افغانستان ته د دغو الوتکو ورکول یو پیغام هم لري

اسدالله خالد وویل، که د سولې هوکړه وهم شي، د ملي اردو ساتلو لپاره به دوی تر وروستۍ سلګۍ پورې دوام ورکړي.

ده وویل، داسې تبلیغات شته چې ګنې ناټو له افغانستانه وځي، "خو تر اوسه موږ داسې هېڅ نښه ونه لیده چې د دوی د پوځیانو شمېر به کم شي او که به زیات شي، خو که ناټو له افغانستانه وځي، ډاډمن اوسئ موږ د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لرو."

څو کاله وړاندې، رپوټونه خپاره شول، چې امریکا د افغانستان پوځ ته ۲۰ بم اچوونکې (سوپر ټوکانو) الوتکې ۲ C۱۳۰ او ۲۰ مي ۱۷ الوتکې ورکړل شي.

اې ۲۹ سوپر ټوکانو

اې ۲۹ سوپر ټوکانو په پراخه کچه وسلې لېږدولی شي، تر ډېره دغه ډول الوتکې برازیل کې د امریکا په همکارۍ جوړېږي.

په ۲۰۱۱ کال د افغانستان پوځ ته د ۲۰ اې ۲۹ سوپر ټوکانو جیټ الوتکو د پېرلو هوکړه وشوه، چې په لومړي پړاو کې څلور الوتکې د ۲۰۱۶ کال جنورۍ کې افغانستان ته وسپارل شوې او په پام کې وه چې د همدې کال تر پایه به څلور نورې هم ورکړل شي.

د عکس سرچینه، @MoDAfghanistan

د عکس تشریح،

د شمېرو له مخې، د ۲۰۱۸ کال د مارچ تر وروستیو افغانستان ته ۱۲ اې ۲۹ سوپر ټوکانو الوتکې ورکړل شوې.

د دغو الوتکو ۳۰ افغان پیلوټانو ته هم د امریکا جورجیا یالت کې روزنه ورکړل شوې ده.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اې ۲۹ سوپر ټوکانو الوتکې په ۴۲۷ میلیون ډالرو اخیستې وې.

په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان هوايي ځواک ددغو الوتکو په مټ په اونۍ کې شاوخوا ۴۰ بریدونه کړي وو چې د ټول کال بریدونو شمېر یې ۲۰۰۰ ته رسېدلی و، خو بیا وروسته یې په اونۍ کې د دغو الوتکو په مټ د بریدونو شمېر ۸۰ ته لوړ کړ.

د شمېرو له مخې، د ۲۰۱۸ کال د مارچ تر وروستیو افغانستان ته ۱۲ اې ۲۹ سوپر ټوکانو الوتکې ورکړل شوې.