روزګان او ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو جګړه؛ دواړو خواو ته درنه مرګژوبله اوښتې

مرګژوبله

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح،

تازه جګړو کې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو په حصارک، شېرزادو او خوګیاڼیو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستونو بریدونه کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند وایي چې په دې نښتو کې ۲۹ طالبان او شل افغان امنیتي کسان وژل شوي دي.

عطا‌ءالله خوګیاڼي ادعا کوي چې طالبانو د خلکو په کورونو کې پناه اخیستې او له هماغو ځایونو یې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، افغان امنیتي ځواکونه سیمې ته د عملیاتو لپاره ورغلي وو او مقاومت سره مخ شول. ښاغلی مجاهد وایي په دې جګړه کې یوازې دوه طالب وسلوال ټپیان دي او یو وژل شوی.

بل لورته ته د روزګان ګیزاب ولسوالۍ کې د وسلوالو د طالبانو ډله ییز برید کې د یادې ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو د مشر په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

د روزګان د والي ویاند زړګی عبادي وایي، تېره شپه شاوخوا یوه بجه وسلوالو طالبانو له درېیو خواو پر ګیزاب ولسوالۍ ډلیز بریدونه پیل کړل .

د نوموړي په خبره د نښتي پر مهال د ګیزاب ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر سلطان محمد، د هغه دوه زامن، د سلطان محمد د کور یوه مېرمن او د ګیزاب د ولسوال یو ساتونکی وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

ښاغلی عبادي وایي چې دغه جګړه کې وسلوالو ته هم مرګژوبله اوښتې او دوه مړي یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي، خو وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي .

دوحه کې د سولې خبرې، افغانستان کې جګړه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د روزګان د والي ویاند زړګی عبادي وایي، تېره شپه شاوخوا یوه بجه وسلوالو طالبانو له درېیو خواو پر ګیزاب ولسوالۍ ډلیز بریدونه پیل کړل .

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد یو خل بیا تور لګولی دی چې وسله والو طالبانو تاو تریخوالی ډېر کړی دی او هڅه کوي چې له دې لارې په مذاکراتو کې برلاسي شي.

نوموړي د پنجشنبې پر ورځ کابل کې د امنیتي چارواکو یوې غونډې ته وویل، که طالبان فکر کوي چې د جګړې له لارې به بریالي شي نو دا خیال دې له سره وباسي.

دا جګړې په داسې حال کې کېږي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ بین الافغاني خبرو لپاره مقدماتي ناستې روانې دي.

د افغان دولت پلاوی ټینګار کوي چې په دې خبرو کې به پر سملاسي اوربند ټینګار کوي، خو طالبان وایي، تر هغې چې د افغان جګړې اساسي عوامل نه وي ختم شوي دوی پر اوربند غور نشي کولی.