جنرال مېلر: د سولې خبرې ښې روانې دي، خو طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي

سکاټ مېلر

د عکس سرچینه، NATO

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو (غوڅ ماموریت) عموي قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، طالبان باید په هېواد کې د تاوتریخوالي‌ اوسنۍ کچه کمه کړي. جنرال مېلر نن پنجشنبه ختیځ لغمان ولایت ته د سفر پر مهال وویل، دی په ځانګړې توګه ولسي وګړو ته د ور اوښتونکې مرګژوبلې په اړه اندېښمن دی.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ننګرهار او روزګان په ګډون ځینو ولایتونو کې د افغان امنیتي‌ ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ تازه نښتو کې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د نړیوالو ځواکونو قومندان د تېر په څېر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دوحه کې د سولې خبرو ته هیل من دی، خو زیاته یې کړه چې افغانان د تاوتریخوالي‌ کمېدل غواړي.

'د افغانستان هېڅ برخه به سقوط نه کوي '

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، چې جنرال سکاټ مېلر سره لغمان ته تللی و،‌ ډاډ وښود چې د افغانستان هېڅ برخه به سقوط نه کوي.

ښاغلي خالد همدا راز هیله څرګنده کړه چې په دوحه کې په بین الافغاني خبرو بوختې خواوې به ژر پر اوربند هوکړه وکړي.

بل لور ته داسې حال کې چې په قطر کې د بین الافغاني خبرو ګډونوال وايي، د تماس ډلو تر منځ خبرې روانې دي، پخپله له افغانستانه د درنو جګړو او نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

ختیځ ننګرهار کې چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي، چې ۲۰ سرتېري یې وژلي او ۱۵ نور یې ژوبل کړي دي.

د عکس سرچینه، MOD AFGHANISTAN

د عکس تشریح،

اسدالله خالد هیله څرګنده کړه چې په دوحه کې په بین الافغاني خبرو بوختې خواوې به ژر پر اوربند هوکړه وکړي.

د ننګرهار چارواکي وايي، دغو نښتو کې یې ۲۹ طالبان وژلي او ۲۰ نور یې ژوبل کړي دي. د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو په حصارک، شېرزادو او خوګیاڼیو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستونو بریدونه کړي دي. د ننګرهار والي ویاند عطا‌ءالله خوګیاڼي ادعا کوي چې طالبانو د خلکو په کورونو کې پناه اخیستې او له هماغو ځایونو یې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.

طالبانو بیا ادعا کړې، چې امنیتي ځواکونه د عملیاتو لپاره سیمې ته ورغلي وو، چې دوی پرې بریدونه کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په دې جګړه کې یوازې دوه طالب وسلوال ټپیان دي او یو وژل شوی.

په ورته مهال په سویلي روزګان ولایت کې د طالبانو یوه برید کې پنځه حکومت پلوه پاڅونوال وژل شوي دي. د روزګان د والي ویاند زړګی عبادي وایي، تېره شپه شاوخوا یوه بجه وسلوالو طالبانو له درېیو خواو پر ګیزاب ولسوالۍ ډلیز بریدونه پیل کړل .

د نوموړي په خبره د نښتي پر مهال د ګیزاب ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر سلطان محمد، د هغه دوه زامن، د سلطان محمد د کور یوه مېرمن او د ګیزاب د ولسوال یو ساتونکی وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

ښاغلی عبادي وایي چې دغه جګړه کې وسلوالو ته هم مرګژوبله اوښتې او دوه مړي یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي، خو وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي .