غني د ملګرو ملتونو غونډې ته: زموږ لومړیتوب اوربند دی

افغان ولسمشر د ویډيو له لارې غونډې ته وینا وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

افغان ولسمشر د ویډيو له لارې غونډې ته وینا وکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته د ویډیويي وینا له لارې دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته په اشاره وویل، چې اوربند غواړي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، که څه هم افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو د حکومت لومړنی او مهم لومړیتوب سولې ته رسېدل دي:

"که څه هم مونږ افغانستان کې د کړکیچ او ستونزو ټولو علتونو سره په یو وخت کې مخامخ یو خو سوله زمونږ بېړنۍ او له ټولو مهم لومړیتوب دی. مونږ غواړو چې راتلونکي نسلونه د جنګ له تباهۍ وژغورو."

نوموړي له طالبانو سره خبرو کې له افغانستان د ملګرو ملتونو ملاتړ ډېر مهم وباله او له دې ادارې یې مننه وکړه، چې د عمومي اوربند غوښتنه کوي.

ولسمشر غني زیاته کړه: "موږ ته په داسې مهال چې مرکچیان مو په دوحه کې له طالبانو سره مخامخ ناست دی، د ملګرو ملتونو، شریکانو او نړیوالو ملګرو رول ډېر مهم دی. "

د هغه په خبره، افغان ولس دې خبرو کې یو روښان او بېړنی لومړیتوب لري: "هغه اوربند دی، د تاوتریخوالي سملاسي ختمول له بل هرڅه موږ ته د پرمختګ ډېر چانس راکوي. "

خو ولسمشر غني زیاته کړه، دا بس نه دي: "افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره باید د ترهګرۍ جرړې ته د نړیوالې ستونزې او ګواښ په توګه رسیدګي وکړو چې زموږ سیمه یې په اور اړولې ده."

د هغه په خبره، تېرو ۴۰ کلونو کې د افغان ولس په تېره ښځو او ماشومانو پټ درد د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوال امنیت او سولې خوندیتوب لپاره د دې منشور د نیمګړو ژمنو اهمیت ډاګیزوي.

نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ۱۹۲ غړي وهڅول چې د ملي حاکمیت، یوموټي او ډیموکراټیک افغانستان د پرځایښت لپاره همکاري وکړي.

د دوحې خبرې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

دوحه کې د سپټمبر له ۱۲ د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شوې دي.

د طالبانو او افغان دولت مرکچیان دا مهال دوحه کې د ۱۹ کلنې جګړې پر پای ته رسولو خبرې کوي.

خو نږدې دولس ورځې مخکې د هیله منوونکو خبرو له پیلېدو سره بیا هم ټول افغانستان کې نوی تاوتریخوالی پیل شوی دی.

دا ډول تر دې دمه دواړه خواوې د دې خبرو لپاره په یوه طرزالعمل سلا شوې نه دي او له همدې کبله اصلي خبرې هم تر اوسه نه دي پیل شوې.

د افغانستان ملي پخلاینې شورا وايي، ډېر ژر به له طالبانو سره په طرزالعمل یوې نتیجې ته ورسېږي.

دوحه کې د حکومت ځینې مرکچیانو هم ویلي، تر راتلونکو یو دوو ورځو به پر اختلافي مسلو هوکړه وشي.

تر محمد اشرف غني یوه ورځ مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ د ملګرو ملتونو دې ناستې ته وویل، هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو بوخت دی او ډېر ژر به له افغانستان خپل پوځیان وباسي.

خو په همغه ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دغه هېواد کانګرېس ته وویل، که طالبان د دوحې تړون پر ژمنو ونه درېږي نو امریکا له افغانستان خپل پوځ نه باسي.

پر اقلیمي بدلون خبرې

د عکس سرچینه، ANDMAMEDIA

د عکس تشریح،

ولسمشر غني خپله وینا کې وروستي سېلابونه هم یاد کړل.

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو غونډې ته وینا کې پر اقلیمي بدلون هم وغږېد او ویې ویل، دې بدلون پر افغان ولس یو بل ډول تاوتریخوالی او رنځ تپلی دی:

"دا تېره میاشت په پروان او ۱۳ نورو ولایتونو کې سېلابونو په سلګونو افغانان ووژل یا ټپي کړل او کورونه او د عاید ځایونه یې ورته وران کړل. "

د نوموړي په خبره، تر دې دوه کاله وړاندې سخته وچکالي د غنمو د کمښت سبب شوه او د ډېرو هغو خلکو کار یې خراب کړ چې ژوند یې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره په کرنه پورې تړلی دی.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان د اقلیم بدلون ستونزې ته د رسېدو لپاره حل لارو ته اړتیا لري.

هغه دې برخه کې د نوې ټیکنالوجۍ په مرسته د برېښنا تولیدولو پروژو ته هم اشاره وکړه.

ولسمشر غني خپلو خبرو کې کورونا هم یاده کړه او ویې ویل: "دې وبا له موږ سره هم هغه څه وکړل چې دویمې نړیوالې جګړې زموږ له پخوانیو نسلونو سره کړي وو. "

نوموي زیاته کړه چې د کورونا وېروس اوله څپه یې مهار کړې ده.