هرات کې د ګاډو ټکر ۱۶ او هلمند کې موټربم ۹ کسان ووژل

HMC

د عکس سرچینه، HMC

د عکس تشریح،

چارواکي وايي، فلینګ کوچ او بس سره ټکر شوي

د فغانستان لوېدیځ ته په هرات کې چارواکي وايي، د کندهار- هرات او هرات- اسلام کلا پر لویه لار د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۶ کسان ووژل او ۱۱ ټپیان شول.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د کندهار- هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یوولس کسان ووژل او اوه ټپیان شول:

"دوه ماشومان او درې ښځې هم د پېښې قربانیانو کې دي."

د هغه په خبره، دا پېښه سهار نږدې څلور نیمې بجې د یوه بس او فلېنګ کوچ ترمنځ د ټکر له امله شوې او د دواړو ګاډو سپرلۍ ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پېښې ځای هم د هرات ادرسکن ولسوالۍ کې میرعالم سیمه ښودل شوې ده.

د هرات امبولانس مسوول ابراهیم محمدي بي بي سي ته وویل، د دې پېښې اوه ټپیان د هرات حوزه يي روغتون ته وړل شوي دي.

د نوموړي په خبره، د دوو ټپیان حالت نازک دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

پېښه کې زیانمن شوی بس

ځايي چارواکي وايي، د ترافیکي پېښو د ارزولو ډله سیمې ته تللې او د دې پېښې څرنګوالی ارزوي.

هرات کې چارواکي وايي، په یوه بله پېښه کې د هرات-اسلام کلا پر سړک ځايي وخت نږدې لس بجې له تېلي ټانکر سره د دوو غواګیو یا سراچو د ټکر له امله پنځه کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي.

حکومتي چارواکي تر دا ډول پېښو وروسته تل د موټروانانو بې پروايي او ډېره چټکتیا د ګاډو د ټکر اصلي سبب بولي.

ځايي چارواکي وايي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې د کندهار-هرات پر لار اتلس ترافیکي پېښې شوې، چې پکې سپرلۍ ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

کابل-کندهار لویه لار- چې سوېلي او لوېدیځ ولایتونه سره نښلوي- د ګاډو ډېر ټکر پکې کېږي او یوه نسبتاً ناامن لار بلل کېږي.

هلمند کې موټربم برید

د عکس سرچینه، Getty Images

له بلې خوا د افغانستان سوېل ته هلمند کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ په وزیر مانده سیمه کې بېګا د افغان ځواکونو پر مرکز موټربم برید شوی چې له امله یې نهه کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي.

د ولایتي ادارې ویاند عمر ځواک وايي، وژل شویو کې پنځه افغان سرتیري او څلور ولسي وګړي دي:

"ولسي وګړو کې دوه ښځې او دوه نارینه دې برید کې وژل شوي، دوی د پېښې پر مهال له دې ځای تېرېدل."

عمر ځواک وايي، دې برید کې درې سرتېري او یو ماشوم ټپي شوی دی.

خوست کې چاودنه

له بلې خوا خوست کې امنیتي چارواکي وايي، بېګا مازدیګر ناوخته د ښار مجاهد څلور لارې سره چاودنه کې شپږ ملکیان ټپیان شوي دي.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر وايي، یو کس مین لېږداوه چې پرې وچاودېد او له امله یې دغه کس وژل شوی او شپږ ملکیان یې ټپیان کړي دي.

تر اوسه وسلوالو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.