کابل کې د ډاکټر نجیب د تلین لمانځلو پر ضد یو ځل بیا لاریون وشو

ډاکټر نجیب

د عکس سرچینه، social media

د افغانستان پلازمېنه کابل کې یو شمېر جهادي ګوندونو پنجشنبه( د اکتوبر ۱) د دویم ځل لپاره د پخواني ولسمشر نجیب الله د تلین لمانځلو پر ضد لاریون وکړ.

دا لاریون د حزب اسلامي، دعوت اسلامي او جمعیت اسلامي ګوندونو او جمعیت اصلاح مذهبي ټولنې پلویانو کړی و.

مظاهره چیان د کابل ښار لویې جرګې خیمې دروازې ته څېرمه ټول شوي وو، چې ټاکلې وه د ډاکټر نجیب الله ۲۴مه تلینغونډه پکې وشي.

خو د دغې تلینغونډې جوړونکی کمېسیون وايي، لا یې هم د غونډې جوړولو نیټه نه ده ټاکلې او په دې اړه یې بحثونه روان دي.

د نجیب انځورونه دې نه خپرېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ډاکټر نجیب به خپلو ویناوو کې ایتونه او حدیثونه ویل.

ځينو جهادي ډلو او د پخواني ولسمشر ډاکټرنجیب الله مخالفانو دې لاریون کې غوښتنه وکړه چې په ښار کې دې د ډاکټر نجیب الله د انځورنو خپرېدو مخه ونیول شي.

دې کسانو د لويې جرګې تالار ته په ورغلې لار کې د لاریون پرمهال د ډاکټر نجیب الله او د کمونیستي نظام په ضد او د مجاهدینو په پلوۍ شعارونه ورکول.

دا اعتراضونه له هغه وروسته دي چې د ډاکټر نجیب الله پلویانو هوډ کړی و چې سږ کال د نوموړي ۲۴م تلین د لویې جرګې په تالار کې ولمانځي.

خو د حزب اسلامي، دعوت اسلامي او جمعیت اسلامي جهادي ګوندونو او جمعیت اصلاح په نوم د مذهبي ټولنې پلویانو د دې کار د مخنیوي لپاره یو وار بیا لاریون وکړ او له حکومت یې وغوښتل چې د ډاکټر نجیب د تلینغونډې د جوړېدو مخه ونیسي.

د افغانستان د لویې جرګې په تالار کې د پخوانیو مشرانو تلینونه او لمانځغونډې جوړیږي. د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله یو شمېر پلویان چې هر کال د میزان یا تلې په ۵مه د هغه تلین لمانځي، دا ځل یې د لویې جرګې په تالار کې د هغه د ۲۴م تلین د لمانځلو هوډ کړی و.

تلین به لمانځو او غونډه به هم جوړوو

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح،

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پکتیا کې د ډاکټر نجیب پر مزار لاس پورته کړی.

په کابل کې د ډاکټر نجیب د تلین غونډې تنظیموونکی کمیسون وايي، د دوی له غونډې سره مخالفت ناقانونه دی او دوی پر دې بحث کوي چې دا غونډه څنګه او کله جوړه کړي.

تېره ورځ هم د ډاکټر نجیب الله د تلینغونډې د موضوع پر سر د افغانستان ولسي جرګې په عمومي غونډه کې کې یو شمېر ولسي استازي په دوو موافقو او مخالفو ډلو ویشل شوي وو.

خو د ډاکټر نجیب الله پلویانو په یو شمېر ولایتونو لکه خوست او ننګرهار کې د هغه تلینغونډې جوړې کړې دي.

ډاکټر نجیب الله په ۱۳۶۵ کال کې واک ته ورسېد او په ۱۳۷۱ کال کې یې قدرت د مجاهدینو شورا ته وسپاره او پخپله يې کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه واخیسته.

۲۴ کاله مخکې د ۱۳۷۵ لمریز کال د تلې پر پنځمه نېټه طالبان کابل ته ننوتل او لومړنی کار يې دا و چې د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او د هغه ورور اعدام کړي. له هماغه راهیسې يې پلویان تلین نمانځي.