کورنیو چارو وزارت وایې دریو میاشتو کې د ځايي پولیسو جوړښت له مینځه وړي

کورنیو چارو وزارت وایې دریو میاشتو کې د ځايي پولیسو جوړښت له مینځه وړي

افغانستان کورنیو چارو وزارت وایې راتلونکو دریو میاشتو کې به د ځايي پولیسو جوړښت له مینځه وړي. دوی وایې له ۲۴ زره ځايي پولیسو ځینې به یې افغان پوځ، او پاتې نور به يې هم له ملي پولیسو سره یو ځای کړي او ځیني به رخصت شي. ځايي پولیس له پیله له دې امله د خلکو له نیوکو سره مخامخ دي چې ګټور نه دي ثابت شوي او تر ډېره د ځايي زوراکو پلوال دي. د افغان کورنیو چارو وزارت چارسمبالي وزیر مسعود اندرابي له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل چې راتلونکو څلورو کلونو کې به پولیس د جګړې له ډګره خپلي اصلي دندې ته وګرځي چې د قانون پلي کولو چاره ده. ښاغلی اندرابي دا هم وويل که د سولې خبرې بریالۍ شي نو طالبا وسله والو ته هم افغان امنیتي ادارو کې ځای شته. خو دا اندیښنه يې هم وښوده چې د تاوتریخوالي پېښې به د طالبانو پر وړاندې د خلکو کرکه نوره هم زیاته کړي. همکار مو صابرعزیز له ښاغلي اندرابي سره خبرې کړې دي.