عبدالله: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بې وخته وتل منفي پایلې درلودلی شي

عبدالله

د عکس سرچینه، Abdullah Facebook

د عکس تشریح،

عبدالله عبدالله له اسلام اباد وروسته نوي ډیلي ته په رسمي سفر تللی دی

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل یو شمېر ځانګړو شرایطو پورې مربوط دي، او که هغه شرایط نه وي پوره شوي نو هر ډول بېړنی ګام بدې پایلې درلودلی شي.

ښاغلي عبدالله پنجشنبه نوي ډيلي کې یو څېړنیز مرکز ته د وینا پر مهال وویل، القاعده او ځینې نورې ترهګرې ډلې لا هم سیمه کې فعالې دي او افغانستان او ګاونډیانو ته یې ګواښ پېښولی شي.

نوموړي زیاته کړه، تر هغې چې دا ترهګرې شبکې ځپل شوې نه وي، له افغانستان د نړیوالو ځواکونو وتل منفي پایلې درلودلی شي.

ښاغلي عبدالله له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټویټ ته په اشارې وویل، افغان حکومت خبر دی چې تر نومبر میاشتې به یو شمېر امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، او هلته مېشتو امریکایي پوځي چارواکو هم همداسې یو ګام ته چمتووالی نیولی دی.

خو نوموړي ټینګار وکړ چې په اوږدمهال کې د افغانستان او ګاونډیانو مسئولیت دی چې په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ کړي.

هند او پاکستان دې د سیالۍ پر ځای همکاري وکړي

د عکس سرچینه، Abdullah

د نوي ډيلي څېړنیز مرکز کې د وینا پر مهال عبدالله عبدالله همدا راز وویل، افغانستان کې سوله د هند او پاکستان دواړو په ګټه ده او ډيلي او اسلام باد ته پکار ده چې د افغانستان په قضیه کې د سیالۍ پر ځای خپلو کې همکاري وکړي.

ښاغلي عبدالله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، افغانستان د هند او پاکستان خپلمنځي سیالۍ کې ښکېلتیا نه غواړي او خپلې ملي ګتې ورته مهمې دي.

نوموړي وویل، اسلام اباد ته یې د وروستي سفر پر مهال حس کړه چې پاکستان هم چمتو دی چې د افغانستان په قضیه کې د سیالۍ پر ځای همکاري وکړي.

له دې څرګندونو څو ساعته مخکې ښاغلي عبدالله د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په نویلي ډیلي کې کتنه درلوده.

عبدالله عبدالله وایي، ښاغلي مودي ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د افغان سولې بهیر او افغانستان سره خپل ملاتړ جاري ساتي.

د ملي مصالحې شورا هم یوه بیان کې وايي، د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل:

"هغه سوله چې افغانانو ته د منلو وي هند ته هم د منلو ده، هند افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو ملاتړ کوي، ځکه سولې او ټیکاو سره د ترهګرو ډلو فعالیت ته زمنیه نه برابرېږي ".

د افغان سولې لپاره د سمې هېوادونو ملاتړ

د عکس سرچینه، ملي مصالحه

د عکس تشریح،

عبدالله او د هند ملي امنیت سلاکار له خپلو پلاوو سره

ښاغلی عبدالله د سې شنبې په ورځ هند ته په درې ورځني سفر تللی دی، چې په سیمه ییزه کچه د افغان سولې لپاره ملاتړ ډېر کړي. نوموړي د چارشنبې په ورځ د هند د ملي امنیت سلاکار او د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد لومړي وزیر سره ولیدل.

ښاغلی عبدالله تر دې لیدنې وروسته ټوېټ کې لیکي: "موږ په خپله دوستانه مباحثه کې د افغان سولې بهیر پر وروستۍ پرمختیا، د دوحې خبرو او د سولې هڅو سره د هند پر ملاتړ خبرې وکړې."

د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دووال هم له عبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي هند د افغان سولې بهیر ملاتړ کوي.

د هغه په خبره، د سولې خبرو کې چې افغانانو ته څه منلي وي، هند ته هم د منلو دي:

"هند د یو ازاد، خپلواک ډیموکراټیک، امن او ټیکاومن افغانستان غوښتونکی دی چې نور د ترهګرو ډلو فعالیت ته ځای ونه لري."

عبدالله هم له نوموړي سره لیدنه کې له افغان حکومت او افغان ولس سره د هند د تلپاتې ملاتړ او د سولې برخه کې د دغه هېواد د رغند رول مننه کړې ده.

عبدالله تېره اونۍ پاکستان ته درې ورځنی سفر درلود او د هغه هېواد چارواکو هم د افغان سولې بهیر ملاتړ وکړ.