ولسمشر ټرمپ وايي له کرېسمېس مخکې به له افغانستان ټول ځواکونه وباسي

ولسمشر ټرمپ وايي له کرېسمېس مخکې به له افغانستان ټول ځواکونه وباسي

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي له افغانستانه به ټول پاتې ځواکونه د مسيحيانو له اختر کرېسمېس مخکې وباسي. ولسمشر ټرمپ دا خبره پر ټويټر کړې ده. د ټرمپ ادارې واک ته له رسېدو راهيسې افغانستان کې خپلو ځواکونو شمېر له وړاندې سم نيم ۵ زرو ته کم کړی دی. د ولسمشر ټرمپ له دې ټويټ څو ساعته مخکې د امريکا ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين ويلي وو، د نورو دوه نيم زرو ځواکونو کمولو چاره د ۲۰۲۱ کال لومړيو کې پلان شوې ده. پر همدې مهال د افغانستان پخولاينې شورا مشر ډاکټر عبد الله يې بيا له هېواد د امريکايي ځواکونو وتل له حالت سره تړلي بللي، او وايي تر هغه چې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالې وي، هر دول بيړنۍ ګام بدې پايلې لرلی شي... صابر عزيز يې له کابله نور حال راکوي.