د ناټو سرمنشي: افغانستان ته ګډ تللي یو او ګډ به ترې وځو

ناټو

د عکس سرچینه، Getty Images

د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ( د اکټوبر ۹) وویل، امریکا باید له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو له دې تړون سره سلا وکړي.

په برسلز کې له خبریالانو سره د ستولتنبرګ دا خبرې له هغه وروسته دي چې ولسمشر ټرمپ وویل، له راتلونکي کریسمېس مخکې به له افغانستان ځواکونه وباسي.

خو د ناټو سرمنشي وايي، افغانستان ته د تګ پرېکړه په ګډه شوې او د راتلونکو بدلونونو په هکله به هم پرېکړه په ګډه کوي:

"کله چې مناسب وخت راشي، په ګډه به راوځو، دا په اوږدو کلونو کې د ناټو د غړو هېوادونو پیغام و او همدا به مو پیغام وي."

د هغه په خبره، افغانستان ته د سپټمبر یوولسمې بریدونو د ځواب لپاره ناټو ځواکونه تللي او دا د لومړي ځل لپاره د امریکا په خوښه په بهر کې د دې ټلوالې عملیات و:

"ناټو ځواکونه ځکه په افغانستان کې دي چې بیا دغه هېواد د ترهګرو په مرکز بدل نه شي."

د ین ستولتنبرګ په اند، په افغانستان کې د ځواکونو شتوالی او اوږدمهالی امنیت د ناټو د غړو هېوادونو په ګټه دی.

د سولې خبرو ملاتړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ناټو د افغان حکومت او طالبانو د خبرو هرکلی وکړ.

امریکا تېره فبروري له طالبانو سره د تړون له مخې ژمنه کړې چې د دې ډلې د ترهګرۍ ضد ژمنو بدل کې د ۲۰۲۱ کال تر مۍ له افغانستان وځي.

د دې تړون له مخې طالبان د سولې لپاره له افغان حکومت سره خبرو ته ناست دي چې اوس په دوحه کې روانې دي.

د ناټو سرمنشي هم افغانستان کې د سولې خبرو ملاتړ سره وویل:

"موږ د سولې بهیر ملاتړ او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو هرکلی کوو. د سولې هڅو په لړ کې موږ افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړی دی."

د هغه په خبره: "څه موده مخکې د ناټو سلګونه زره ځواکونه په افغانستان کې په لویو جنګي عملیاتو بوخت وو، خو اوس موږ ۱۲ زره ځواکونه لرو چې دنده یې د افغان ځواکونو روزل او مرسته ده."

د طالبانو غبرګون

د عکس سرچینه، NATO

ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل، چې امریکا تر سږني کریسمېس ټول ځواکونه له افغانستان باسي، خو دا خبره یې د پخوانۍ ژمنې خلاف د ځواکونو چټک اېستل ښيي.

ښاغلی ټرمپ خپل ټوېټر کې لیکي: "موږ باید د خپلو زړورو سړیو او ښځو پاتې کوچنۍ ډله هم- چې افغانستان کې خدمت کوي- تر کریسمېس پورې هېواد ته ستنه کړو. "

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ولسمشر ټرمپ دا ګام د دې ډلې او امریکا ترمنځ د تړون پلي کولو لپاره خورا مثبت ګام بولي:

"اسلامي امارت د دغه اعلان هرکلی کوي او دغه اقدام اسلامي امارت هم د توافقنامې مندرجاتوته ځان ژمن بولي او په راتلوکي کې د امریکا په شمول له ټولو هيواودونو سره د ښو او مثبتو اړیکو هیله لري. "

افغان حکومت څه وايي؟

د عکس سرچینه، ABDULLAH FACEBOOK

د عکس تشریح،

عبدالله وايي، د امریکايي ځواکونو وتل ځانګړو شرایطو پورې تړلي دي.

خو د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل یو شمېر ځانګړو شرایطو پورې تړلي بولي او زیاتوي، که هغه شرایط نه وي پوره شوي نو هر ډول بېړنی ګام بدې پایلې درلودلی شي.

ښاغلي عبدالله پنجشنبه نوي ډيلي کې یو څېړنیز مرکز ته د وینا پر مهال وویل، القاعده او ځینې نورې ترهګرې ډلې لا هم سیمه کې فعالې دي او افغانستان او ګاونډیانو ته یې ګواښ پېښولی شي.

نوموړي زیاته کړه، تر هغه چې دا ترهګرې شبکې ځپل شوې نه وي، له افغانستان د نړیوالو ځواکونو وتل منفي پایلې درلودلی شي.