عمران خان په کابل کې

عمران خان په کابل کې

په دوحه کې د افغان سولې د خبرو په تړاو د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي پښتو تلویزیون ته ویلي د خبرو اترو پر کړنلار دواړه غاړې سره سلا شوې او ډېر ژر ښايي مخامخ خبرې پیل شي. دا خبر په داسې وخت شوې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته په رسمي سفر تللی او وايي اسلام اباد به د افغان سولې لپاره له هغه څه لا ډېر کار کوي چې افغانان یې هیله لري. افغان ولسمشر محمد اشرف غني بيا خپل مېلمه سره خبري غونډې ته وويل دواړه هېوادونه بايد د خپل راتلونکي لپاره يو بل ته درناوی وکړي. د ښاغلي عمران خان پر سفر له یوه افغان چارواکي او یوې پاکستانۍ کارپوهې سره خبرې لږ وروسته لومړی شازیه حیا له کابله رپوت لري.