د شونو جنګي جرمونو په اړه راپور

د شونو جنګي جرمونو په اړه راپور

داسې باور وړ بېلګې سپړل شوې، چې ښيي د اسټراليا ځانګړو ځواکونو افغانستان کې د خپلو عملياتو پر مهال ۳۹ افغانان په ناقانونه ډول وژلي وو. دا موندنې د اسټراليا دفاعي ځواک يوې څلور کلنې پلټنه کې راغلې، چې د خپلو ځواکونو په اړه يې کړې دي. دا پلټنه چې د اسټراليا پوځ خپره کړې، موندلې چې ۲۵ تنه ځانګړو ځواکونو يې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ ۲۳ بېلابېلو پېښو کې يا په مخامخ يا هم په ورسره تړلي ډول ناقانونه وژنو کې برخه اخيستې ده.

افغان حکومت ويلي اسټراليا ورته ډاډ ورکړی، چې د عدالت خوندي کولو ته ژمن دي. د افغانستان نژدې شل کلنې جګړې تاو تر ډېره ملکيانو ته رسېدلی، او تل په کې بهرنيو ځواکونو، افغان ځواکونو او طالبانو ته د پړې ګوته نيول شوې، چې خپلمنځيو نښتو کې په بې توپيره ډول ملکيان په نښه کوي.. د اسټراليا د پوځ مشر ويلي، دا یې د ځواکونو مسوليت دی، چې چارې سمې کړي.

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي د اسټراليا لومړي وزير يې د خپل هېواد ځانګړو ځواکونو ناسم چلن په اړه ژوره خواشينې ښوولې ده. افغان بهرنيو چارو وزارت دا وژنې نه بښونکې بللې، خو ويلي يې دي چې منل يې د عدالت پر لار يو مهم ګام دی. د بي بي سي خبريال سکندر کرماني افغانستان کې غبرګونونه څارلي، وايي ډېرې کورنۍ چې خپلوان يې داسې پېښو کې وژل شوي، ښايي د دغه راپور په اړه خبر نه وي، خو د بشري حقونو افغان ټولنې اوس هيله لري ورسره تماس کې شي.