د غور ولایتي شورا یو غړی امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوی

غور
د عکس تشریح،

د غور والي د ولایتي شورا پر وژل شوي وکیل د وژنو لګول شويو تورونو په اړه وویل چې دی په دې اړه مالومات نه لري.

د غور ځایي چارواکي وایي د دغه ولایت د ولایتی شورا غړی عزت الله بیک نن د ملي امنیت له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د غور والي نور محمد کوهنورد بي بي سي ته وویل دغه وکیل نن هغه مهال ووژل شو چې غوښتل یې له ښاره بهر ولاړ شي خو په امنیتي پوسته کې د ملي امنیت له ځواکونو سره مخامخ شو.

د افغانستان ملي امنیت ریاست هم په یوه خبرپاڼه کې ادعا کوي، دغه وکیل د ولایتی شورا د مرستیال ښاغلي عطشان او سیمه ییز خبریال عادل ایماق په وژنه کې لاس درلود او د دې پر ځای چې تسلیم شي د ملي امنیت پر ځانګړو ځواکونو یې ډزې کړي او وژل شوی دی.

د غور والي د ولایتی شورا پر وژل شوي وکیل د وژنو لګول شويو تورونو په اړه وویل چې دی په دې اړه مالومات نه لري.

ده زیاته کړه د یادو وژنو په تړاو یو کس مخکې نیول شوی و او ښایي هغه به په خپلو اعترافاتو کې څه ویلي وي.

نن د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې تر پیښی وروسته د وژل شوي وکیل د پلویانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ ډزې هم شوي.

یوشمېر ځایي خبریالانو وویل د ښار بڼه پوځي وه خو ښاغلي کوهنورد وویل چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

غور ولایت کې وروستیو نا امنیو عام خلک سخت اندېښمن کړي.

یوه له تر ټولو خونړیو پېښو درې میاشتې وړاندې وه چې د غور مرکز فیروزکوه کې د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته څېرمه موټر بم برید کې ۱۳ تنه ولسي وګړي ووژل شول او ۱۱۹ تنه نور ټپیان شول.

د ویډیو تشریح،

غور کې موټر بم برید درنه مرګژوبله اړولې

د پېښې نژدې ټول قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي خلک ول. دې پېښې د عامو خلکو او ګڼو افغان چارواکو غبرګون راوپاراوه.