۱۲ زره 'خیالي کارکوونکو' کلونه کلونه له دولت حقوق ترلاسه کړي

اداره

د عکس سرچینه، IARCSC.GOV.AF

د عکس تشریح،

۱۲ زره 'خیالي کارکوونکو' کلونه کلونه له دولت حقوق ترلاسه کړي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د هېواد ملکي ادارو کې د ۱۲ زره "خیالي کارکوونکو" په اړه مالومات موندلي.

د دغه کمېسیون سرپرست سید حشمت الله هاشمي بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي دغه مالومات د دولتي ادارو د کارمنانو د بایومېټریک بشپړېدو سره ترلاسه شوي دي.

ښاغلی هاشمي وايي د بېلابېلو دولتي ادارو دغو ۱۲ زره خیالي کارکوونکو له کلونو راهیسې حقوق ترلاسه کړي خو کار ته نه دي تللي او دندې یې په مخ نه ده وړې.

"خیالي کارمن" هغو ته ویل کېږي چې اصلي یا جعلي هویتونه یې په دولتي اسنادو کې ثبت وي، په نومونو تنخواګانې او حقوق اخیستل کېږي - خو پر کار حاضر نه وي او دنده پر مخ نه وړي.

د دولت د ملکي ادارو د بایومېټریک پروسه د ۲۰۱۹ کال ډسمبر کې بشپړه شوه.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د دولت چوکاټ کې پر کار د بوختو ملکي کارکوونکو د سم شمېر مالومولو لپاره د هغوی بایومېټریک او د مالوماتو د ثبت پروسه دوه کاله وړاندې پیل کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د افغان دولت د ملکي ادارو د کارمنانو د بېومتریک پروسه د ۲۰۱۹ کال ډسمبر کې بشپړه شوه

د اداري اصلاحاتو کمېسیون سرپرست وايي یوازې پوهنې وزارت کې شاوخوا ۹ زره خیالي کارکوونکي چې ډېر یې "خیالي ښوونکي" دي - پېژندل شوي دي.

د پوهنې وزارت د کارمنانو شمېر دمګړۍ ۲۷۲ زره تنو ته رسېږي چې ۲۰۰ زره یې د ښوونکي دي.

د دغه وزارت ویاندې نجیبه ارین بي بي سي ته ویلي چې د ښوونکو بایومېټریک لا نه دی بشپړ شوی او د دې پروسې پای ته رسېدو سره به د خیالي او حقیقي ښوونکو کره شمېر مالوم شي.

هغې د دغه وزارت چوکاټ کې د ۹ زره خیالي کارکوونکو او ښوونکو د موضوع په اړه له دې کبله له څه ویلو ډډه وکړه چې ګواکې دا مالومات تر اوسه رسمآ دغه وزارت سره نه دي شریک شوي.

د افغانستان دولتي بنسټونه د ګومارنو برخه کې جدي ستونزې لري.

د افغانستان د ملکي خدماتو دستګاه د ټولو کارکوونکو شمېر ۴۳۰ زره کسانو ته رسیږي.

افغانستان کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د دولت ملکي ادارو کې د ګومارنې او د اصلاحاتو مسوولیت پر غاړه لري.

ښاغلي هاشمي وايي د دغو خیالي کارکوونکو له ډلې ځینې په خپل سر ګومارل شوي او ځینو کارکوونکو او ښوونکو په ناامنو ولایتونو کې یوازې حاضري لاسلیک او "وړیا تنخوا" اخیستې ده.

د عکس سرچینه، IARCSC.GOV

د عکس تشریح،

کمپیوټري ازموینو هم د ګومارنو د برخې ستونزې حل نشوې کړای

نوموړی زیاتوي چې بېومتریک پروسه کې له داسې مواردو سره هم مخامخ شوي چې یو کس په یوه ولایت کې د ښوونکي په توګه ګومارل شوی خو په ورته وخت پلازمېنه کې په یوه وزارت کې هم دنده پر مخ وړي او هممهاله یې دوه تنخواګانې ترلاسه کړې دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون سرپرست وايي د دولت د ملکي ادارو پر خیالي کارکوونکو تنخواګانې بندې شوي او بستونه به یې له سره اعلان شي.

خو د هغو حقوقو اندازه نه ده مالومه چې دغو خیالي کارکوونکو تېرو کلونو کې له دولت ترلاسه کړي دي.

د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي وايي دغه وزارت کلنۍ بودیجه کې د دولتي ادارو تشکیل د همدغو ادارو د وړاندیز له مخې پام کې نیسي او پیسې ورکوي.

افغانستان کې تر دې وړاندې د خیالي سرتیرو او خیالي ښوونځیو په اړه هم رپوټونه خپاره شوي وو.