د سولې چارو وزارت: په دوحه کې خبرې په عادي ډول روانې دي

د سولې چارو وزارت: په دوحه کې خبرې په عادي ډول روانې دي

د افغان سولې چارو وزارت وايي په قطر کې د سولې مرکچیانو ترمنځ خبرې عادي روانې دي. له دې سره بيا د دواړو خواوو سرچينو ځينو رسنيو ته ويلي، چې مرکچيان اوس دې ته انتظار دي چې وګوري د امريکا ټاکل شوی، ولسمشر جو بايډن به له افغانستانه د ځواکونو ايستلو په اړه د ډونلډ ټرمپ پلان ته ژمن وي، او که څنګه. له يوې مياشتې دمې وروسته لا د دواړو خواوو ځينې مرکچيان قطرۍ پلازمېنې دوحې ته نه دي رسېدلي دي. د افغان سولې چارو وزارت ويانده ناجیه انوري وايي د دواړو خواوو پلاويو ترمنځ تر اوسه څو رسمي ناستې شوې دي.