کاپیسا کې پر دوو ښځو د ډله ییز جنسي تېري تورن پر ۱۷ کاله بند محکوم شو
د افغانستان پلازمېنه کابل کې یوې محکمې د دغه هېواد کاپیسا ولایت کې پر دوو ښځو د ډله ییز جنسي تېري اصلي تورن په ۱۷ کاله بند محکوم کړ.
د افغانستان لویه څارنوالي خبرپاڼه کې وايي، دوه ښځې د تېرې تلې میاشتې پر پنځمه د کاپیسا صیاد تفریحي سیمه کې وتښتول او بیا ډله ییز جنسي تېری پرې وشو.
"د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر پنځمه دوه مېرمنې د کاپیسا صیاد سیمې ته د سیاحت لپاره تللې وې، چې هلته لومړی اختطاف او وروسته پرې ډله ييز جنسي تېری وشو. "
هغه کس چې د دې پېښې د اصلي تورن په توګه پېژندل شوی، د کابل ښار دویمه امنیتي حوزه کې د یرغملولو له امله په ۱۵ کاله او جنستي توري له امله په ۱۷ کاله بند محکوم شو.
د افغانستان استیناف څارنوالي د محاکمې نورو پړاوونو کې دې تورن ته د لا ډېرې سختې سزا غوښتنه کړې ده:
" استیناف څارنوالۍ د ابتداییه محکمې پر پرېکړې قناعت نه دی کړی او په راروان محاکماتي پړاو کې يې تورنو ته د زیاتې سزا غوښتنه کړې ده.
د دې ادارې په خبره، هغه مهال د کشفي او امنیتي ځواکونو له خوا شپږ تنه په قضیه کې د لاس لرلو په تور ونیول شول:
"د دغو کسانو له ډلې یو تن د فاضل په نوم د متضررو نجونو له لوري د څارنوالۍ د تحقیقاتو په صفلاین کې د اصلي تورن په توګه وپېژندل شو او په قضیه کې د پنځو نورو تورنو په هکله د نه لاس لرلو له کبله د جزایي دعوا د عدم لزوم قرار (حفظ) صادر شو. "
خو اوس د لویې څارنوالۍ بیان کې راغلي تر پلټنو وروسته په دې پېښه کې پنځه نور ښکېل کسان د جرم شریک وبلل شو او د نیولو امر یې کشفي او امنیتي ادارو ته سپارل شوی دی.
لویه څارنوالي وايي، پر روان لمریز کال یې ټول اغانستان کې د ښځو ضد تاوتریخوالي ۲۹۹۰ قضیې څارلې، چې پکې ۲۵۹ د جنسي تېري دي.