پنټاګون: افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شوی

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرېسټوفر مېلر تائید کړې ده چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی. نوموړی وایي، دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دې هېواد کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو کم شمېر دی.

د پنټاګون اعلامیه کې د ښاغلي مېلر له خولې ویل شوي، امریکا افغانستان کې د شل کلنې جګړې پای ته نږدې شوې ده او د سیاسي جوړجاړي او تلپاتې اوربند لپاره د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو هرکلی کوي.

ښاغلی مېلر وایي، په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکایي پوځیان د دې لپاره کافی دي چې امریکا، د دې هېواد وګړي او د امریکا ګټې خوندي کړي.

نوموړی وایي، امریکا به له ناټو سره یو ځای د ترهګرۍ پر ضد ماموریت او همدا راز د افغان پوځ روزنې، مشورې ورکولو او ملاتړ ته دوام ورکوي.

کرېسټوفر مېلر وایي، د پوځیانو دا کمېدنه د امریکا او طالبانو خپلمنځي تړون او د افغان سولې بهیر ته د امریکا ژمنتیا ثابتوي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا به د روان ۲۰۲۱ کال تر می میاشتې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو پلان ته دوام ورکوي، خو دا ایستنه به شرایطو پورې تړلې وي، او ټولې ښکېلې غاړې باید د افغان سولې بهیر ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.

د عکس تشریح،

ولسمشر ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې وه چې له افغانستانه به امریکایي پوځیان وباسي

د پنټاګون له دې تائید وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پنجشنبه ویلي وو چې افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو شمېر تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

ولسمشر ټرمپ - چې څو ورخې وروسته یې واکمني پای ته رسېږي- تېره سپټمبر میاشت کې ویلي وو چې افغانستان کې به د روانې جنورۍ تر ۱۵ د امریکايي ځواکونو شمېر د څلور نیم زرو په ځای دوه نیم زرو ته ټیټ کړي.

ډونلډ ټرمپ اوس د سپینې ماڼۍ وېبپاڼه کې دا خبره کړې او یو ځل بیا یې د بې پایه جګړو پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.

ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دورې کمپاین غونډو کې ژمنه کړې وه چې بهر کې به د امریکايي ځواکونو جګړې ختموي او کور ته به یې ستنوي.

د ډونلډ ټرمپ واکمنۍ کې د افغان سولې لپاره زلمی خلیلزاد د ځانګړی استازي په توګه وټاکل شو.

د نوموړي په هڅو امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ پر ۲۹ دوحه کې د سولې تړون وکړ.

د دې تړون له مخې امریکايي ځواکونه باید د طالبانو د امنیتي ضمانتونو په بدل کې تر سږنۍ مۍ میاشتې له افغانستان پوره ووځي او د دې بهیر ځنډېدل له طالبانو سره تړون په خطر کې اچوي.

خو له افغانستان د امریکايي پوځیانو د وتلو په هکله افغان حکومت سختې اندېښنې لري.

د امریکا کانګرس هم روانه میاشت د دفاعي لایحې تصویبولو سره وویل تر هغه افغانستان کې له څلور زرو د امریکايي سرتېرو کمولو لپاره د مالي سرچینو کارول منع کوي؛ چې د دفاع وزارت سرپرست کرېسټوفر مېلر د دې بهیر خطر او اغېز په هکله هر اړخیزه ارزونه کانګرس ته برابره کړې نه وي.

خو رویټرز خبري اژانس تېره اونۍ وویل، د کانګرس له دې پرېکړه سره سره له افغانستان د امریکايي ځواکونو کمول لا هم روان دي.

د کانګرس یوې سرچینې هغه مهال دغه اژانس ته له نوم پرته ویلي: "که له افغانستان د ځواکونو وتل روان وي، دا د قانون خلاف کار دی. "

ناټو او بریتانیا څه وايي؟

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

ورځپاڼه وايي په تېرو ۱۵ کلونو کې د شاوخوا ۸۰۰ ملیارده ډالرو په لګولو سره بیا هم طالبان وسله والو مخالفت ته دوام ورکوي او افغان سرتیري له ستونزو سره مخامخ دي.

پر افغان حکومت سربېره ناټو هم د امریکايي ځواکونو وتلو کې د چټکتیا راتلو سره بیا بیا ویلي چې افغانستان ته په ګډه تللي او په ګډه به مناسب وخت کې ترې وځي.

د بریتانیا پارلمان مشرانو جرګې یا هاوس اف لارډز پرون د نړیوالو اړیکو کمېټې په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي، بریتانیا او ناټو سازمان باید تر هغې خپل پوځیان افغانستان کې پرېږدي چې د افغان سولې خبرې یوې پایلې ته نه وي رسېدلې.

په دې رپوټ کې دغه راز د بریتانیا له حکومته غوښتل شوي چې د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت هم وهڅوي چې د افغان سولې خبرو د پایلې تر مالومېدو دې خپل پوځیان افغانستان کې پرېږدي.

په رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو داسې نښې نښانې نه دي څرګند کړې، چې بدلون پکې راغلی او له ایډیالوژیکي پلوه د بشري حقونو برخه کې د هغو لاسته راوړنو ضد دي چې له ۲۰۰۱ کاله راهیسې ترلاسه شوي دي.

په رپوټ کې بریتانوي حکومت ته توصیه شوې چې د اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش ' د خراسان په نامه څانګه د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله کړي.

د ویډیو تشریح،

ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره له وروستیو خبرو وروسته لومړی ځل دغه څرګندونې له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې کړې.