امرالله صالح: امریکا طالبانو ته تر اندازې ډېر څه ورکړل

صالح

د عکس سرچینه، Arg

په داسې حال کې چې امریکا افغانستان کې خپل پوځي حضور تر ټولو ټیټې کچې ته رسولی او طالبانو سره د لاسلیک کړې هوکړې له مخې درګرده ځواکونه باسي - د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بي بي سي ته ویلي چې متحدو ایالتونو طالبانو ته د ډېر څه (امتیاز) په ورکولو سره تېروتنه کړې ده.

ښاغلی صالح زیاتوي د امریکا لخوا شل کاله وړاندې پیل شوی ماموریت لا نه دی بشپړ شوی.

ډونلډ ټرمپ تېر کال طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک او له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو هوکړه وکړه.

خو اوس ښاغلی صالح وايي د ځواکونو ایستل له وړاندې بې ثباته افغانستان کې د تاوتریخوالي د لا ډېرېدو خطر پېښوي.

افغان حکومت له طالبانو سره چې د هېواد لروبر کې پر نویو سیمو د ولکې ټینګولو هڅې کوي په جګړه بوخت دی.

امریکايي ځواکونه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته افغانستان ته راغلل او طالبان یې له واک څنډې ته کړل.

خو دغه ډله کرار کرار بېرته راټوله شوه او تر ۲۰۱۸ کال یې د افغانستان تر نیمايي ډېرې برخې ته خپل حضور او فعالیت غځولی او حکومت یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د افغانستان جګړه کې پر ۲۴۰۰ امریکایانو سربېره زرګونه کسان وژل شوي دي. ښاغلي ټرمپ په زغرده ویلي چې غواړي له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي.

امرالله صالح بي بي سي ته ویلي د امریکا لخوا طالبانو سره پخپله خبرې خپل ذات کې تېروتنه نه وه، خو د ده په وینا د ښاغلي ټرمپ ادارې دا تېروتنه کړې چې دې ډلې ته یې "ډېر امتیاز" ورکړی دی.

د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه کې راغلي که طالبان د برید نه کولو پر ژمنه ودرېږي امریکا او د ناټو متحدان به یې ۱۴ میاشتو کې له افغانستان خپل ټول ځواکونه وباسي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

طالبانو او امریکا تېره فرورۍ دوحه کې د سولې تړون وکړ.

طالبانو دا ژمنه هم کړې چې القاعده او نورو اورپکو ډلو ته به تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

دې ډلې له افغان لوري سره د خبرو لپاره د حکومت زندانونو کې د خپلو ۵ زره بندي ملګرو د خلاصون غوښتنه وکړه.

د دې ډلې وروستي ۴ سوه طالب بندیان تېر اګست کې خوشې شول.

طالبانو امریکا سره د تاریخي هوکړې له مخې پر بهرنیو ځواکونو بریدونه ودرول خو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې نښتې روانې دي.

ښاغلی صالح وايي: "دوی (امریکایانو) ته د یوه ملګري او متحد په توګه وايو چې له تصدیقي میکانیزم پرته پر طالبانو باور به مرګونې تېروتنه وي."

هغه زیاتوي: "امریکايی پلاوی موږ ته راغی او قسمونه یې خوړل چې که تاسې دغه ۵۰۰۰ طالب بندیان ورخوشي کړئ، تاوتریخوالی به پای ومومي. موږ په لوړترینه کچه ورته وویل چې زموږ اطلاعات بیا بل څه ښيي او که دا کار وکړو (بندیان خوشي کړو) تاوتریخوالی به اوج ته ورسېږي. تاوتریخوالی اوج ته ورسېد".

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي چې طالبانو تر اوسه له القاعده "ترهګر" سازمان سره لار نه ده جلا کړې او ګواکې د القاعدې مشرانو په طالبانو کې ځان ځای کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

وسله وال طالبان

تېر اکتوبر د ملګرو ملتونو جګپوړو چارواکو هم وویل چې القاعده او طالبان لا نږدې متحدان پاتې دي.

امرالله صالح وايي "که غواړئ له ترهګرۍ سره مذاکرات وکړئ انتخاب مو خپل دی. خو موږ دومره درته وايو چې تېر نوځئ".

هغه زیاتوي "طالبان ترهګر وو. نن هم ترهګر دي. دوی ښځې، فعالان، د مدني حقونو فعالان وژني".

خو امرالله صالح په ورته وخت کې دا هم وايي چې افغانستان امریکايي ځواکونو ته د پاتې کېدو سوال نه کوي او د امریکا پرېکړې ته درناوی لري.

هغه وايي "موږ یې د مرستو مننه کوو. خو زموږ د هېواد برخلیک د امریکا په وروستۍ پوځي چورلکه پورې نه دی تړلی."

د جګړې د اوج پر مهال افغانستان کې ۸۸ زره امریکايي ځواکونو حضور درلود خو د جمعې پر ورځ به د نورو ځواکونو په وتلو سره افغانستان کې د ټولو پاتې امریکايي سرتېرو شمېر شاوخوا دوه نیم زرو ته راټیټ شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبانو بي بي سي ته ویلي که ټول بهرني ځواکونه هغسې چې د ټرمپ ادارې هوکړه کړې تر راتلونکي پسرلي له افغانستان ونه وځي - دوی به پرې بریدونه بېرته پیل کړي.

افغان حکومت له طالبانو سره په خبرو بوخت دی، خو دا روښانه نه ده چې دوی به کله او څنګه د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

ډېر وېره لري چې که بهرني ځواکونه افغانستان کې یوې پاېنده هوکړې ته تر رسېدو وړاندې ووځي، طالبان ښايي واک ته راوګرځي.

د ښاغلي ټرمپ ځایناستی جو بایډن د جنورۍ پر ۲۰مه لوړه کوي.

د هغه یو ستر او اصلي کار به دا وي چې افغانستان کې د وروستیو پاتې امریکايي ځواکونو د حضور برخلیک معلوم کړي.