طالبان: افغانستان کې د القاعده هېڅ غړی نشته
د امریکا خزانې وزارت وايي القاعده شبکه افغانستان کې د طالبانو تر پوښښ لاندې د ودې او پیاوړتیا په حال کې ده.
افغان طالبان د امریکا د خزانې وزارت دا رپوټ ردوي چې په افغانستان کې د القاعده غړي شته او دا ډله د طالبانو پوښښ سره پیاوړې شوې ده.
د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ ۲۹ د سولې تړون له مخې دا ډله د القاعده او داعش په څېر له "ترهګرو" ډلو سره اړیکي ختموي.
خو د امریکا خزانې وزارت د ۲۰۲۰ کال یادښتونو کې چې "لانګ وار ژورنال" ورته لاسرسی موندلی راغلي چې طالبان لا هم القاعده شبکې سره اړیکي پالي.
د امریکايي ادارې د دې رپوټ په غبرګون د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او د امریکا او افغانستان په ګټه یې بولی:
"موږ دغه راپور په کلکه ردوو، یاد راپور د غلطو معلوماتو په اساس د مغرضو او جنګ غوښتونکو کړیو لخوا برابر شوی دی."
د نوموړي په خبره، له ۲۰۰۱م کال وروسته چې په افغانستان کې پراخه جګړه پيل او ورپسې په ځینو عربي هېوادونو کې تحولات راغلل، د القاعده تنظیم غړي او د نورو بهرنیو هیوادونو اتباع چې لا له وړاندې په افغانستان کې اوسیدل، بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شول.
ذبیح الله مجاهد وايي، اوس په افغانستان کې د القاعدې تنظیم هيڅ غړی نشته او نه هم د ده په خبره، دلته د نورو هیوادونو اتباعوته اړتیا شته چې و اوسیږي.
د خزانې وزارت رپوټ څه وايي؟
د امریکا خزانې وزارت وايي القاعده شبکه افغانستان کې د طالبانو تر پوښښ لاندې د ودې او پیاوړتیا په حال کې ده.
د ترهګرۍ د مالي تامین په اړه د دغه وزارت د ۲۰۲۰ کال یادښتونو کې چې "لانګ وار ژورنال" ورته لاسرسی موندلی راغلي چې طالبان لا هم القاعده شبکې سره اړیکي پالي.
په دغه رپوټ کې ادعا شوې چې القاعده د خپلو روزونکو او سلاکارانو د شبکې له لارې طالبانو سره د مشورو، لارښوونو او مالي ملاتړ برخو کې مرسته او همکاري کوي او په دې توګه طالبانو سره له اړیکو ګټه اخلي.
لانګ وار ژورنال لیکلي طالبان القاعده سره د اړیکو په اړه دروغ وايي او ان له دې هم انکار کوي چې دغه شبکه دې اوس په افغانستان کې حضور ولري.
د امریکا د خزانې وزارت دا ادعا هم کړې چې د حقاني شبکې مشران"د القاعده په همکارۍ او مالي ملاتړ د وسله والو جګړه مارو د یوې نوې ګډې ډلګۍ په جوړولو غږېدلي دي".
لانګ وار ژورنال وايي دغه اطلاعات لا رسمآ نه دي خپاره او شریک شوي نو له همدې کبله په خپلواک ډول نشي تاییدېدلی.
دا مالومات داسې مهال خپاره شوي چې د امریکا نوې ادارې طالبانو سره د ډونلډ ټرمپ د ادارې هوکړې ته د بیا کتنې خبره کړې ده.
طالبانو په دې هوکړې کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو بدل کې ژمنه کړې چې پر بهرنیو ځواکونو به بریدونه نه کوي، القاعده او نورو ترهګرو سازمانونو سره به اړیکي نه ساتي، له افغانستان به نړۍ ته ګواښ نه پېښېږي او بین الافغاني خبرو کې به برخه اخلي.
طالبان اوس هم ټینګار لري چې پر دغو ژمنو ولاړ دي.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د خزانې وزارت د دغو ادعاوو غبرګون کې بي بي سي ته وویل "افغانستان کې د هغوی [القاعده شبکې] د شتون او زموږ د اړیکو په اړه رپوټونه ټول پروپاګند دي - موږ یې په کله ردوو".
ښاغلی مجاهد وايي د القاعده غړي د ۲۰۰۱ کال له تحولاتو او د وضعیت له ستونزمنېدو وروسته له افغانستان څخه وتلي دي.
نوموړی دغه راز زیاتوي "بیا هم وايو موږ د دوحې تړون مندرجاتو ته ژمنتیا لرو او د هغو ژمنو په اساس به برخورد کوو".
د طالبانو او القاعده شبکې د اړیکو د دوام په اړه وړاندې هم رپوټونه رامخ ته شوي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې څو میاشتې وروسته د ۲۰۲۰ کال می کې ویلي و چې طالبانو القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړي.
د امنیت شورا د څارونکو په رپوټ کې دا ادعا هم شوې وه چې ګواکې طالبانو امریکا سره د هوکړې د خبرو ټول بهیر کې په دوامدار ډول القاعدې سره مشورې کولې او دې شبکې ته یې ډاډ ورکاوه تاریخي اړیکو ته به ورسره ژمن پاتې کېږي.
د امریکا خزانې وزارت د اسلامي دولت 'داعش' د خراسان ولایت د مالي سرچینو په اړه هم مالومات خپاره شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې داعش په ۲۰۱۹ کال افغانستان کې د حکومت او طالبانو لخوا ځپل کېدو سره د مالي ملاتړ ډېرې سیمه ییزې سرچینې له لاسه ورکړې او داسې مالومات هم شته چې د داعش اصلي هسته خراسان څانګې ته پیسې استوي.