سیګار: افغان پوځ تېر کال کندهار کې سلګونه پوستې طالبانو ته پرېښې دي

کندهار

د افغانستان د بیارغونې څار برخه کې امریکايي اداره یا سیګار وايي، تېر ډسمبر کندهار کې د افغان ځواکونو دوه سوه پوستې وسلوالو طالبانو ته پرېښودل شوې دي.

د سیګار رپوټ کې ویل شوي چې د افغان ملي اردو او طالبانو ترمنځ دغه سیمه کې له اکټوبر راهیسې پرلپسې نښتې شوې او د پوستو پرېښودو سره وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

سیګار وايي، د ځواکونو نه همغږي، د کسانو کمی، د ولس او د ۲۰۵ قول اردو ترمنځ واټن او دې قول اردو کې د سونتوکو او کسانو کمی سیمه کې د افغان ځواکونو د ماتې سبب شوی دی.

افغان حکومت دې ادعا ته لا کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د سیګار رپوټ زیاتوي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ته ټیټ شوی دی.

د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ د سولې تړون له مخې، دا ډله پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي، افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر کموي او له افغان حکومت سره د سولې خبرې کوي.

په مقابل کې امریکا هم ژمنه کړې چې افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي او د ۲۰۲۱ کال تر مۍ پورې ټول سرتېري وباسي.

د عکس سرچینه، Getty Images

خو رویټرز خبري اژانس ته د جنورۍ پر ۳۱ د ناټو سازمان څلورو جګپوړو چارواکو ویلي، طالبانو هغه شرطونه نه دي پر ځای کړي چې په تړون کې یې یادونه شوې ده او له همدې امله ښايي نړیوال ځواکونه له راتلونکې مۍمیاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت وسلوال طالبان د تړون ژمنو پر نه پلي کولو تورنوي او وايي، دې تړون ته بیا کتنه کوي.

طالبان وايي، د دې تړون پر ژمنو ولاړ دي.

د افغان طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي سهیل شاهین پرون وویل، که نړیوال ځواکونه د دوحې له تړون سره سم پر ټاکل شوي وخت له افغانستانه بهر نشي نو دوی به یې پر ضد خپلې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکړي