کابل کې ۴ چاودنې؛ د جمعیت اصلاح مرکزي شورا مشر محمد عاطف په ګډون دوه کسان وژل شوي
د افغانستان پلازمېنه کابل کې امنیتي ادارې وايي، د دغه ښار په دویمه، دریمه، څلورمه او اتمه ناحیه کې د چسپکي ماینونو د دریو چاودنو له امله دوه کسان ووژل او ګڼ نور ټپي شول. د دې چاودنو په وژل شویو کې د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا مشر محمد عاطف هم دی.
د کابل د پولیسو اعلامیه وایي، لومړنۍ چاودنه د ښار دویمه ناحیه جوی شیر کې شوې او پکې یو ګاډي په نښه شوی چې پکې دوه کسان ټپي شوي دي.
د اعلامیې له مخې، د دې ښار څلورمه ناحیه (سلیم کاروان کې ) هم یو ګاډی په نښه شوی چې دوه کسان پکې وژل شوي او دوه ټپي شوي دي.
په افغانستان کې د جمعیت اصلاح ویاند بي بي سي ته ویلي، د څلورمې ناحیې چاودنه کې د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا مشر دوکتور محمد عاطف وژل شوی دی.
تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د محمد عاطف وژنه غندلې ده او وايي چې د "عالمانو، خبریالانو، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو وژنه د خاصې خبیثې کړۍ کار دی".
همدا راز ویل کېږي چې سې شنبه مازدیګر مهال د کابل ښار اتمې حوزې (دوه سوه فاملیو) سیمه کې د ولسي جرګې حقوقي سلاکار هارون منګل پر موټر هم د چسپکي ماین چاودنه شوې چې دی پخپله او دوه نور کسان پکې ټپیان دي.
محمد عاطف څوک و؟
محمد عاطف له تېرو دوو کلونو راهیسې تاجکستان کې د دوکتورا لوړې زدکړې مخته بېولې.
دوکتور محمد عاطف تخار ولایت کې زیږېدلی، لوړې زدکړې یې دعوة الجهاد پوهنتون کې د ماسټرۍ تر کچې کړې دي او له تېرو دریو کلونو راهیسې یې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا د مشر په توګه دنده مخته وړله.
د جمعیت اصلاح مرکزي شورا شاوخوا ۵۰ غړي لري، چې د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي او دغه بنسټ کابو هر ولایت کې فعالیتونه لري.
دا بنسټ ځینې ښوونځي، دیني مدرسې او دارالمعلین هم لري او د هلال په نامه تلوېزیون هم لري چې پر سټلایټ خپرونې لري.
محمد عاطف له تېرو دوو کلونو راهیسې تاجکستان کې د دوکتورا لوړې زدکړې مخته بېولې.
د جمعیت اصلاح افغانستان د فرهنګي چارو مسئول محمد ظاهر حمیدي بي بي سي ته وویل، کله چې په ۱۳۸۲ کال دغه بنسټ افغانستان کې جوړ شو، محمد عاطف شپږ کاله ددغه بنسټ مشر او کندوز ولایت کې د "سلام" پوهنتون رییس پاتې شوی.
دوکتور محمد عاطف ۵۷ کلن و، یوه مېرمن او ۱۱ بچیان ترې پاتې دي.
سلام پوهنتون هم د جمعیت اصلاح د مشرتابه غړو اړوند دی.
دوکتور محمد عاطف پخپله وروستۍ وینا کې د سولې د مذاکراتو ځنډېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه چې په وینا یې د سولې بهیر کې مداخله کېږي.
تر اوسه د ښاغلي عاطف د وژلو مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی.
وړاندې (د ۲۰۲۰ اګسټ میاشت) کې د جمعیت اصلاح یو بل غړی دوکتر عبدالباقي امین، چې د افغانستان د پوهنې وزارت د علمي شورا مشر او د سولې فعال و، کابل کې ووژل شو.
غبرګونونه
د افغانستان د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله د محمد عاطف وژل غندلي او هغه یې د افغانستان یو مخکښ علمي او مذهبي مشر او د سولې او پخلاینې ملاتړی بللی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه بیان خپرولو سره ویلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر محمد عاطف برید غندي.
د ارګ فیسبوکپاڼه کې زیاته شوې: "پر عالم، متنفذ او بل هر افغان برید د افغانستان په عزت او روښانه راتلونکي برید دی او عاملین یې د خدای تعالی او ولس پر وړاندې مسئول او مختورن دي."
د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې راغلي، "د طالبانو ډله باید دا درک کړي چې د تاوتریخوالي، ترور او وحشت له لارې نه د خپلو بادارانو شومو موخو ته رسېدلی شي، نه د جنایتونو له مسوولیت څخه خپلې اوږې سپکولی شي او نه هم دیني علما د ترهګرۍ ضد اسلامي او ملي دریځ څخه اړولی شي".
پر خواله رسنیو د نوموړي ملګرو او هغو کسانو چې دی یې پېژانده، د غمشریکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.
د افغانستان د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله د محمد عاطف وژل غندي دي.
نوموړي د یوې اعلامیې خپرولو سره ښاغلی عاطف د افغانستان یو مخکښ علمي او مذهبي مشر او د سولې او پخلاینې ملاتړی بللی دی.
د جمعیت اسلامي اجرايي مشر عطاء محمد نور هم خپل فیسبوک کې لیکلي، چې ښاغلي عاطف د اسلامي معارف په دودولو کې رزښتناک رول درلود.
نوموړي ښارونو کې ناامنۍ زیاتېدو ته په اشاره له حکومت غوښتي چې دې برخې ته اړینه پاملرنه وکړي.
ښاغلي نور پر طالبانو سربېره مرکز کې ځانګړې کړۍ د دې ناامنۍ لامل بللې چې په وینا کې د سولې بهیر زیانمنولو هڅه کوي.
د پخوانۍ سولې شورا مخکېني مشر صلاح الدین رباني هم د محمد عاطف وژل کېدل غندلي دي.
کابل کې د چسپکي ماینونو او بریدونو لړۍ
کابل کې له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د چسپکي ماینونو چاودنې د ورځې دود ګرځېدلې دي. دې چاودنو کې تر ډېره حکومتي چارواکي، امنیتي ځواکونه، مدني او ټولنیز فعالان او خبریالان په نښه کېږي.
که څه هم وسلوال طالبان او بله کومه ډله د دې چاودنو مسوولیت نه مني، خو افغان حکومت یې پړه پر طالبانو اچوي.
د سیګار رپوټ
د افغانستان بيارغونې د څار ځانګړې امريکايۍ ادارې "سيګار" د امریکا کانګرس ته پخپل درې میاشتني پنځوسم رپوټ کې ویلي، د افغان دولتي چارواکو، د مدني ټولنې پر غړو او خبریالانو د طالبانو هدفي بریدونه ډېر شوي دي.
ددغه رپوټ پربنسټ، د سړک غاړې ماینونو چاودنې د تېرې ربعې پرتله اولس سلنه ډېر شوي دي.