کندهار او هلمند کې جګړه؛ یوه میاشت کې ۲۳۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي

بېځايه شوي

د افغانستان په دوو سویلي ولایتونو کندهار او هلمند کې د وروستیو جګړو له کبله یوازې په تېره یوه میاشت کې ۲۳۰۰ کورنۍ د خپلو مېنو او سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي.‌

له تېرو پنځو میاشتو راهیسې وسلوال طالبان او حکومتي ځواکونه د دغو ولایتونو په یو شمېر سیمو کې په جګړه بوخت دي، چي په پایله کې یې د ولسي مرګژوبلې ترڅنګ زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د جګړې له کبله په کوردننه بېځایه شوي وګړي وایي تر دې دمه ورسره اړینې مرستې نه دي شوې.

د کندهار ښار په لس کیلومترۍ کې د ارغنداب ولسوالۍ کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.‌

د دې ولسوالۍ ګڼ اوسېدونکي د جګړې د توندوالي له کبله له خپلو کورنیو سره یو ځای کندهار ښار ته کوچېدلي دي.‌

وسلوالو طالبانو درې میاشتې وړاندې پر ارغنداب ولسوالۍ بریدونه پیل کړل. په دغه موده کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي درې ځله د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمد نایاب وایي یوازي په تېرو ۶ ورځو کي ۱۵۰۰ کورنۍ له ارغندابه د پوځي عملیاتو د پیل له کبله کندهار ښار ته راکوچېدلي دي .

د کندهار ژړۍ، پنجوایي او میوند ولسوالۍ هم د جګړې په اور کي راګیرې وې، چي د ځایي چارواکو په خبره په تېرو ۴ میاشتو کې یې ۹۵۰۰ کورنیو خپل هر څه تر شا پرېښي او یوازې یې خپل سرونه خوندي کړي دي.

هلمند کې جګړه او د ولسي وګړو کړاو

بلې خوا ته د هلمند مرکز لښکرګاه ښار هم دې ولایت کې د جګړې له کبله د زرګونو بې ځایه شویو کورنیو کوربه دی. د ځایي چارواکو په خبره په تېره یوه میاشت کي ۸۰۰ کورنۍ د دغه ولایت د بېلابیلو سیمو لښکرګاه ښار ته ورغلې دي.‌

د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون د دغه ولایت په نهرسراج ، ناوه ، نادعلي او مارجه ولسوالۍ کې د تېر ۲۰۲۰ کال د سپتمبر میاشتې راهیسې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.‌

د هلمند د کډوالو چارو رئیس سید محمد رامین وایي، په تېره یوه میاشت کې د مېرمنو، کوچنیانو او نارینه و په ګډون ۶۰۰۰ تنه د جګړو له کبله مرکز لښکرګاه ښار ته کوچېدلي دي.

کندهار او هلمند کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې جګړې یو ځل بیا زور اخیستی. د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، په دغو دوو ولایتونو کې یې عملیات پیل کړي او ادعا کوي چې ګڼې سیمي یې له طالبانو بېرته نیولې دي.

د یادو نا امنه ولایتونو اوسیدونکي وایي اوږدې جګړې او د ژمي سړې هوا د بېځایه شویو کسانو ژوند خورا ستونزمن کړی دی.