عبدالله: طالبان د هېڅ پټې معاملې له لارې واک ته نشي رسېدلی
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، هیڅ پټه معامله طالبان واک ته نشي رسولای. نوموړي دغه راز طالبانو ته سپارښتنه کړې چې د تاوتریخوالي او جګړې په دوام د هېواد برخلیک په لاس کې نشي اخیستلای.
ښاغلي عبدالله سې شنبه کابل کې یوې غونډې ته وویل، طالبان چې هره غوښتنه لري د مذاکراتو په مېز دې یې وړاندې کړي چې بحث پرې وشي.
هغه دا خبرې د ملي مصالحې عالي شورا د ښځو چارو نوي جوړ شوي کمېسیون په پرانیست غونډه کې وکړې.
دغه کمېسیون به په سولې پورې د اړونده بنسټونو همغږي کولو او د ښځو، ماشومانو او د جګړې د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې دنده ولري.
د یاد کمېسیون غړو سې شنبه خپله لومړنۍ غونډه کې په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه.
"طالبان په هدفي وژنو کې لاس لري"
په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو ډېرېدو ته په اشارې ښاغلي عبدالل وویل ، ډېری مالومات ښيي چې د دا ډول پېښو تر شا د طالبانو لاس دی.
هغه وویل، په داسې حال کې چې د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابره شوې، طالبان هڅه کوي چې د تاوتریخوالي له لارې خپلو غوښتنو ته ورسېږي.
خو طالبانو په وار وار ویلي چې مدني فعالان، د رسنیو کارکوونکي او دیني عالمان د دوی په نظامي اهدافو کې نه راځي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې طالبانو له امریکا سره د هوکړې پر اساس د موقت یا لنډمهالي حکومت موضوع راپورته کړې ده.
دا بحثونه په وروستیو ورځو کې په کابل کې هم تاوده شوي. خو ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د خلکو په رایو واک ته رسېدلی او د ولسمشرۍ له قانوني مودې پوره کولو وروسته به د ټاکنو له لارې بل ولسمشر ته واک پرېږدي.
"د ملي مصالحې عالي شورا فعالیتونه پراخېږي "
په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا ویلي، سولې ته د رسېدو لپاره یې خپل فعالیتونه یې پراخ او ګړندي کړي دي.
په تازه ګام کې د دغه شورا په چوکاټ کې د ښځو چارو کمېسیون جوړ شوی دی.
د دغه کمېسیون ډېره برخه غړې د ښځو چارو او بشري حقونو فعالې مېرمنې دي چې د بشري حقونو له مهمو بنسټونو ور پېژندل شوې.
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیاله زهره مطهر احمدزۍ وايي، په لومړی ګام کې به اوبند ته د رسېدو لپاره په یوه طرحه کار وکړي.
هغه وايي د دغې طرحې په وسیله به د دولتي او نا دولتي ادارو او نړیوالو په مرسته وتوانېږي چې په لومړي ګام کې اوربند او سولې ته ورسېږي او دغه راز د ښځو حقونه هم خوندي کړي.
په دوحه کې د بین الافغاني خبرو دواړو اړخونو ترمنځ له شاوخوا دوو اونیو را په دې خوا د سولې خبرې نه دي شوې.
د افغان دولت مرکچي پلاوي ویلي، طالبانو د سولې خبرو مېز پرېښی او نورو هېوادونو ته په سفرونو بوخت دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.