سیګار: د افغانستان ټاکنیز بهیر فاسد او کمزوری دی، د امریکا پانګونې ګټه نه ده کړې

اشرف غني

د عکس سرچینه، ICC/FACEBOOK

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي (سیګار) په خپل یوه وروستي رپوټ کې ویلي، د افغانستان ټاکنیز نظام له فساد او ګڼو ستونزو ډک دی او په دې برخه کې د امریکا او نړیوالې ټولنې څه باندې یو میلیارد ډالره پانګونې کومه ګټه نه ده کړې.

د سیګار دا وروستی رپوټ (افغانستان کې د امریکا له تجربو زدکړې) تر عنوان لاندې خپور شوی او وایي، امریکا او نړیوالې ټولنې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان پر ټاکنیزو پروسو ۱ اعشاریه ۲ میلیارده ډالره لګولي، چې په ترڅ کې یې په دې موده کې ۷ ځله بېلابېلې ټاکنې شوې دي.

خو رپوټ نیوکه کوي‌ چې د افغانستان ټاکنیز بهیر کې ښکېلې ادارې لا هم دا وړتیا نه لري‌ چې د "باور وړ" ټاکنو لپاره چمتووالی ونیسي، رڼې ټاکنې ترسره کړي او ټاکنیزې لانجې حل کړي.‌

سیګار وایي، د افغانستان ټاکنیزې ادارې لا هم کمزورې دي او له همدې کبله یې پر حکومت د ولس باور ته زیان اړولی.‌

افغان حکومت او یا هم د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې دمه د سیګار دې وروستي رپوټ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

هېره دې نه وي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او پارلمان لپاره تېرې ګڼې ټاکنې جنجالي وې،‌ او له فساد نیولې تر ټاکنیزو شخړو، د بریا ادعاو او جوړجاړیو شاهدې وې.‌

تر ټولو لویه بېلګه یې د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې وې،‌ چې د پایلو له اعلان وروسته هم د ولسمشر محمد اشرف غني او ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله ترمنځ جنجال شپږ میاشتې دوام وکړ.

د همدې دوو نوماندانو ترمنځ د ۲۰۱۴ کال ټاکنې هم په جنجال بدلې شوې،‌ چې بلاخره د امریکا په منځګړیتوب هغه مهال د ملي یووالي حکومت رامنځته شوی و.‌

د سیګار د رپوټ نور مهم ټکي

د عکس سرچینه، IEC

  • د ټاکنو امنیت له عمومي امنیت سره تړلی،‌ او نا امنیو پر ټاکنو بد اغېز کړی‌ او راتلونکي کې به یې هم باور ته زیان ورسوي.‌
  • د افغانستان د ټاکنو کمېسیون مشرتابه تل کمزوری و او اوس هم دی. کارکوونکي یې غیر مسلکي او بې تجربې دي او د فساد مخنیوي لپاره تورنو کسانو سره سم حساب نه کېږي.‌
  • د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر روڼ نه دی او له فساده ډک دی. د راجستر شویو رایه ورکوونکو شمېر تل له حقیقته ډېر ښودل شوی، چې ټاکنو کې د درغلۍ لامل شوی.‌
  • بډو او ګواښونو هم د افغانستان ټاکنو کې درغلۍ ته لار هواره کړې، او د دا ډول درغلۍ مالومول او مخنیوی هم اسان کار نه دی.‌ بلکې د مخنیوي لپاره یې اخیستل شوي ګامونه پخپله د لا ډېرې درغلۍ سبب شوي.‌
  • د ټکنالوژۍ کارونې د افغانستان پر ټاکنو باور نه دی ډېر کړی،‌ بلکې دا ټکنالوژي پخپله د ټاکنیزو جنجالونو لامل شوې.‌ دا ټکنالوژي په بیړه کارول شوې او ادارې ورسره بلدې نه وې، ځکه نو د لا ډېرې درغلۍ لامل شوې.‌
  • پر افغان ټاکنو د څار ادارې هم ګڼې ستونزې لري، چې نا امني، د بودیجې کموالی او مسلکي روزنې نشتون یې لویې بېلګې دي.‌
  • مرستندویه هېوادونو او ادارو تل یوازې د ټاکنو پر ورځ‌ یا د ترسره کېدو پر بهیر پام ور ټول کړی.‌ دوی تل غوښتي چې په یو نه یو ډول ټاکنې ترسره شي،‌ خو د ټاکنو له مودې پرته یې نور په پنځو کالو کې د ټاکنیز نظام د ښه والي لپاره کار نه دی کړی.