هرات ګمرک کې اورلګېدنې ميليونه ډالره تاوان اړولی

هرات ګمرک کې اورلګېدنې ميليونه ډالره تاوان اړولی

د هرات د اسلام کلا په ګمرک کی د بی سارې اورلګېدنې یوه ورځ وروسته دغی پېښي ته د غبرګونونو او نیوکو لمن پراخه شوې. زیانمن شوي کسان قهرېدلي او تاوان غواړي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګه اچونې خونې په وينا لږترلږه ۵۰۰ موټر سوځېدلي او خصوصي سکتور ته نژدې پنځوس ميلیونه ډالره تاوان وراوښتی