محمد اسماعیل خان سره ځانګړې مرکه

محمد اسماعیل خان سره ځانګړې مرکه

د افغانستان د جمیعت ګوند د رهبرۍ شورا غړی محمد اسماعیل خان وايي افغان حکومت باید د روانې جګړې پای ته رسېدو لپاره د سولې پلویان (سیاسي او جهادي مشران) راغونډ کړي.

له افغانستانه د شوروي ځواکونو وتو د ۳۲ کلیزې په مناسبت، ښاغلي اسماعیل خان له بي بي سي‌سره په ځانګړې مرکه کي ويلي، افغانستان لا هم پوره خپلواکۍ ته نه دی رسېدلی.

زموږ همکارې شازیې حیا هرات کې له اسماعیل خان سره مرکه کړې او پیل کې یې پوښتلی چې د ده لپاره د شوروي ځواکونو وتل په څه مانا و.