یوناما: تېر دوه کلونه افغانستان کې ۶۵ رسنوال او د بشري حقونو فعالان وژل شوي

یوناما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

افغانستان د خبریالانو لپاره خطرناک هېواد بلل کېږي.

ملګري ملتونه وایي افغانستان کې د سولې د خبرو له پیل سره سم د بشري حقونو په فعالانو او د رسنیو پر کارکوونکو بریدونه او د دوی هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازۍ یا یوناما په یوه رپوټ کې چې نن دوشنبه (د سلواغې/دلوې ۲۷مه) خپور شو د ۲۰۱۸ کال له لومړۍ ورځې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر وروستۍ نیټې د دغو وژنو مالومات او د هغو د مخنیوي لپاره سپارښتنې خپرې کړې دي.

د یوناما رپوټ وايي په دې موده افغانستان کې د بشري حقونو ۳۲ او د رسنیو ۳۳ کارمنان وژل شوي دي.

رپوټ کې زیاته شوې چې یوازې د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۱۲مه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل د تېرې جنورۍ تر ۳۱مې له ۵ میاشتو کمه موده کې د بشري حقونو ۵ فعالان او د رسنیو ۶ کارکوونکي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

یوناما وايي، دغو بریدونو چې مسوولیت یې هم څوک پر غاړه نه اخلي، پر افغان ټولنه د وېرې فضا خپره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر دغه نوی رپوټ وايي د بشري حقون فعالان او د رسنیو کارکوونکي له همدې وېرې خپل کارونه سانسوري، دندې پرېږدي، ځینې مسلکي کادرونه له هېواده وتلي او نورو بیا د خوندیتوب لپاره کورونه او د اوسېدو ځایونه بدل کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دېبورا لیونز وايي:

"د افغانستان خلک غوړېدونکې مدني فضا ته اړتیا لري او وړ یې دي؛ داسې ټولنې ته چې خلک پکې له وېرې پرته او په ازاد ډول فکر، لیکل، او غږ پورته کړی شي."

هغې ویلي چې د پرانیستو ټولنو لپاره د "د بشري حقونو او رسنیو غږ" مهم دی.

اغلې دېبورا زیاتوي: "په داسې وخت کې چې په مذاکراتو، خبرو او د سیاسي جوړجاړي له لارې د جګړې په پای ته رسولو تمرکز کېږي - د بشري حقونو او رسنیو غږ باید تر بل هر وخت ډېر واورېدل شي، خو برعکس (دغه غږ) غلی کېږي."

د یوناما رپوټ وايي افغانستان کې پر رسنوالو او د بشري حقونو پر فعالانو بریدونه نوې خبره نه ده، خو اوس یې بڼه بدله شوې او دوی په لوی لاس مخامخ په نښه کېږي.

افغانستان کې پر ژورنالیستانو، مدني فعالانو او د بشري حقونو په فعالانو د وروستیو بریدونو مسوولیت څوک نه مني. حکومتي چارواکي او د دولت مشران د دغو بریدونو پړه پر طالبانو اچوي.

خو طالبان له دغو هدفي بریدونو او وژنو انکار کوي او وايي دا بریدونه د حکومت له دننه د دې لپاره پلان او کیږي چې د سولې هڅې ناکام او دوی بدنام کړي.

د ملګرو ملتونو رپوټ وايي دغو وژنو کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې په څېر منظمې وسله والې ډلې لاس لري.

د یوناما سپارښتنې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

وروستیو کې د بشري حقونو فعالان او رسنوال په نښه شوي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په دغه رپوټ کې د بشري حقونو د فعالانو او د رسنیو د کارمنانو د خوندیتوب لپاره افغان حکومت، نادولتي ادارو، طالبانو او نړیوالې ټولنې ته ځینې سپارښتنې هم کړې دي.

یوناما د افغانستان له حکومت غوښتي چې د بشري حقونو مدافعانو او ژورنالیستانو د خوندیتوب لپاره یواغیزناک ملي میکانیزم جوړ او د دغو وژنو په اړه رڼې، ګټورې، بې پرې او باور وړ څېړنې وکړي.

د ملګرو ملتونو دفتر پر طالبانو هم غږ کړی چې د بشري حقونو په فعالانو او ژورنالیستانو بریدونه وغندي، دغو بریدونو کې د خپلو غړو د مشکوکې ښکیلتیا په اړه څېړنې او له هغو طالبانو سره حساب وکړي، چې د دغو وژنو امر یې کړی او یا پکې ښکیل دي.

ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې افغانستان کې د بشري حقونو او د بیان ازادۍ ملاتړ ته دوام ورکړي.

د غږ تشریح،

په داسې حال کې چې سبا نړۍ د ازادو رسنیو یا د وینا د ازادۍ ورځ لمانځي، دا اونۍ په افغانستان کې په وسله والو بریدونو کې ۱۰ خبریالان ووژل شول.