د افغانستان ټولو زندانونو کې ۱۹۹ بهرنیان بندیان دي
د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وايي، د هېواد په ټولو زندانونو کې ۲۹۲۴۸ بندیان دي، چې ۱۶۴۴۶ کسان پکې نارینه دي او د ټولو بهرنیو بندیانو شمېر ۱۹۹ تنه دی. دغه اداره وايي، له دوی سره زندانونو کې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ۴۹۷ کسان بندیان دي، خو د القاعدې شبکې هېڅ بندي نه لري.
د یکشنبې په ورځ ددغې ادارې چارواکو د حساب ورکولو کنفرانس پرمهال وویل، په ټولو افغان زندانونو کې ۲۸۱۲۵ افغانان بندیان دي، چې دا شمېرې ثابتې نه دي بلکې بدلېدلی شي.
د یادې ادارې په وینا، ۳۶۹۳ بندیان د طالبانو اړوند کسان دي او د القاعده شبکې هېڅ بندي نه شته.
دغه اداره وايي، په ټولو زندانونو کې یې د بندیانو د زدکړې او تحصیلي درجې کچې تثبیت کړې دي او په پام کې لري چې بندیانو ته د ښوونې او روزنې پروګرام پیل کړي.
ددې پروګرام له مخې به هرچا چې تر هرې کچې ښوونځی لوستی وي، تر هغه وروسته به زندان کې د پاتې ټولګیو د درسونو زمینه ورته برابرېږي او د افغانستان د پوهنې وزارت چوکاټ کې به د ښوونځي سند ورکول کېږي.
افغان دولت وايي، د بندیانو د درملنې لپاره د ولسمشر په امر د ۵۰ بستریز روغتون د ودانولو چارې بشپړې شوې دي.
د ثور کودتا: د څرخي پله زندان کيسه
ددغې ادارې ویاند فرهاد بایاني وویل، تر ۴۰۰ په نشه روږدي بندیان رغېدلي دي، چې دوی د معتادو بندیانو د درملنې لپاره ۴۵ ورځنی پروګرام پیل کړی دی.
د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وايي، مخکې د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې د دې ادارې لپاره نیمه خپلواکه بودیجه ورکول کېده، خو په ۱۴۰۰ مالي کال کې ځانګړې بودیجه پام کې ورته نیول شوې ده.
د دغې ادارې مشر کابو دوه اونۍ مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا لیرې کړل شو.
ښاغلی بایاني وايي، کله چې د دې ادارې مخکېني مشر احمد راشد توتاخېل ولسمشر محمد اشرف غني ته خپله استعفا وړاندې کړه، هغه ژر ومنله.
نوموړی مني چې د ولسمشر په حکم د څارنوالۍ ځینې ټیمونه دغې ادارې ته د ارزونې لپاره ورغلي او لاهم هلته ارزونه روانه ده.
د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وايي، په تېر یوه کال کې یې د هېواد زندانونو کې د نشه يي توکو په ګډون، د زندانیانو په لاس جوړې جارحه وسیلې، موبایلونه او ګڼ نور هغه شیان نیولي، چې زندان کې یې پر ساتلو بندیز دی.
یاده اداره وايي، د افغانستان له مخابراتو وزارت سره په همغږۍ غواړي بندیانو ته د PCO یا د لیني ټیلیفوني اړیکو اسانتیا برابره کړي، چې په دې سره به بندیان له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیولی شي او بندیانو ته به د ټیلیفونونو، په تېره د ځیرک ټیلیفونونو د رسېدو مخه ونیول شي.