د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ افغان ادارو کې پښتو ژبې ته څومره کار شوی؟

پښتو

د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې (فبروري ۲۱مه) په مناسبت سږ کال ملګرو ملتونو له حکومتونو، ادارو، ښوونکو او سیاستوالو غوښتي چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه معلومات ټولو ژبو ویونکو ته په خپلو مورنیو ژبو برابر کړي.

خو په افغانستان کې په دې اړه ننګونې له دې ډېرې پراخې دي.

له ښوونځيو نیولې بیا تر پوهنتونونو له عامه چوپړونو نیولې بیا په دولتي وېبپاڼو کې له زدکړو او معلوماتو ډېری یې له دغه طبیعي او قانوني حقه بې برخې دي.

افغان حکومت په وار وار زدکوونکو او محصلینو ته په مورنۍ ژبه د زدکړو زمینو برابرولو ژمنه کړې، هغه ژمنه چې د ژبژغورنې ملي غورځنګ په باور لا پرې هېڅ عمل نه دی شوی.

د ژبژغورنې ملي غورځنګ مشر صدام حسین جلالزي بي بي سي ته وویل، له پخوا که څه هم اوس ژبو ته پاملرنه ډېره شوې، خو په وینا یې لا هڅې کافي نه دي.

خو د ده په وینا، غورځنګ یې اوس په ۲۷ ولایتونو کې د نژدې درې نیم لکه بېلابېلو ژبو ویونکو رضاکارانو په مټ د مورنۍ ژبې حق غوښتنې په موخه هڅې ګړندۍ کړي دي.

د افغانستان اساسي قانون وګړو ته په خپلو مورنیو ژبو د ګړېدو او درس ورکولو ټينګار کړی.

افغان حکومت په وروستیو کې ازبکي ژبه د درېیمې ملي ژبې په توګه رسمي اعلامیو او د ولسمشرۍ ماڼۍ وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته ور اضافه کړې ده.

د دې ژبې یوه ویونکي د حکومت د دې ګام هرکلي تر څنګ بي بي سي ته وویل، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په ازبکي او ترکمني ژبو د درسي کتابونو، زدکړو او مسلکي ښوونکو نشتوالۍ لا هم د پرمختګ پر وړاندې سترې ستونزې دي.

د پوهنې وزارت ستونزې

د ویډیو تشریح،

په مورنۍ ژبه د زدکړو حق

د افغانستان پوهنې وزارت په دې برخه کې ځينې ستونزې مني خو وایي په وروستیو کې په مورنۍ ژبه زدکړو ته ډېر کار شوی.

په کال ۱۹۹۹ کې د فبرورۍ ۲۱ د یونیسکو په غوښتنه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه په رسمیت پېژندل شوې او له هغې مودې هر کال په دې موخه چې حکومتونه، کورنۍ او ادارې د مورنۍ ژبې ارزښت ته وهڅوي لمانځل کېږي.

په نړیواله کچه څېړنې ښيي چې په نړۍ کې وګړي په شاوخوا ۶۵۰۰ بېلابېلو ژبو ګړېږي چې له ډلې یې اوس ځينې ان د ګوتو په شمېر ویونکي لري.

د دې ورځې لمانځلو بله موخه د هغو لږکیو د ژبو ژغورنه ده چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.