مورنۍ ژبې نړيواله ورځ: د ژبژغورنې غورځنګ له مشر سره خبرې

مورنۍ ژبې نړيواله ورځ: د ژبژغورنې غورځنګ له مشر سره خبرې

د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ ده. سږ کال ملګرو ملتونو له حکومتونو، ادارو ، ښوونکو او سیاستوالو غوښتي چې د کووید ۱۹ ناروغي په اړه مالومات د ټولو ژبو ویوونکو ته په خپلو ژبو برابر کړي.

افغانستان کي د ژبژغورنې ملي غورځنګ چې په ۲۷ ولایتونو کې د نژدې درې نیم لکه رضاکاران لري د مورنۍ ژبې حق غوښتنې او دودولو په موخه هڅې کوي. نجما ځلا په کابل کې د دغه غورځنګ له مشر صدام حسین جلالزي سره مرکه کړې.